د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

1879796
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

حریت ورځپاڼې  "د تورکیې د بهرنیوو چارو وزیر چاوش اوغلو  لخوا اذربایجان ته د تسلیت پيغام " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو پرون د اذربایجان د بهرنیو چارو له وزیر جیهون بایراموف سره ټيلیفوني خبرې وکړې.  چاووش اوغلو وویل، "ارمنستان باید اوس له پاروونکو اقداماتو څخه لاس واخلي. دوی باید د سولې په خبرو اترو او له اذربایجان سره د روغې جوړې په چوکاټ کې همکارۍ ته توجه وکړي." چاووش اوغلو د ارمنستان په بریدونو کې د شهید شوو اذربایجاني سرتیرو له امله خپل اذربایجاني سیال ته د تسلیت مراتب وړاندې کړل.

 

وطن ورځپاڼې  "یونان ته د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار لخوا سخت خبرداری" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار وویل "مونږ پر یونان غږ کوو  چې له  تیر تاریخ څخه درس واخلي، نوي بې ځایه حرکات مه کوۍ، ماجراګانې مه لټوۍ. ددې ډول ماجرا ګانو نتیجه مو ډیر لرې نه په نږدې تاریخ کې امتحان کړې ده . د نورو په لمڅون مه کیږۍ او د سلیم عقل نه کار واخلۍ.

 

 د سټار ورځپاڼې  "له تورکیې سره په ګډه کار ته دوام ورکوو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په مدیترانې کې د ناټو د ۱۲ غړیو هیوادونو په ګډون د ډینامیک مارینر-بلیو بالین ۲۲ پوخي تطبیقات دوام لري. د ناټو لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «مونږ به له تورکیې او نورو متحدینو او همکارانو سره د تېري د مخنیوي او د دغه اتحاد د دفاع لپاره له نژدې کار کولو ته دوام ورکړو.

 

ینی شفق ورځپاڼې  "د استانبول هوایی ډګر یو ځل بیا په سر کې ځای ونیو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د اروپا هوایی ډګرونو شورا د سټپمبر د پنځمې او ۱۱ د سپټمبر د مودې لپاره معلومات خپاره کړي. په دې اساس، د استانبول هوایی ډګر د سپتمبر له ۵ څخه تر ۱۱ پورې د ورځپاڼې ۱۳۵۱  الوتنو سره په اروپا کې ترټولو بوخت هوایی ډګر وټاکل شو.

صباح ورځپاڼې  "رضا قایا الپ د پنځم ځل لپاره نړیوال اتل شو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د صربستان په پلازمینه بلګراد کې د غیږ نیونې په نړیوالو سیالیو کې د تورکیې ملي قهرمان رضا قایا الپ خپل ایراني سیال امین میرزازاده ته ماتې ورکړه او د پنځم ځل لپاره یې د نړۍ اتل شو.



اړوند خبرونه