د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
خبر تورک ورځپاڼې "اردوغان : که یونان تهدید ته دوام ورکړي، صبر هم پای لري"د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان بوسنیا هرزګوینا ته د خپل سفر په ترڅ کې د یونان لخوا د تورکیې د جیټ الوتکو د ځورولو په اړه خپل غبرګون ته دوام ورکړ. اردوغان د یونان لخوا تورکیې د جیټ الوتکو د ځورونې په اړه وویل "هغه څه چې زه یې وایم خوب نه دی. که مونږ ووایو چې یوه شپه به ناڅاپه درباندې درشو، مونږ ددې توان لرو . د وخت او ساعت د راتلو سره به کیدای شي چې یوه شپه ناڅاپه درباندې درشو.
حریت ورځپاڼې "د تورکیې او بوسنیا او هرزیګوینا ترمنځ د پيژند پاڼې سره سفر" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې ولسمشر اردوغان د بوسنیا هرزګوینا د ولسمشرۍ د شورا د رئیس سفیک کافرویک او د شورا د غړو زیلجکو کومسیک او میلوراد دودیک سره په بوسنیا او هرزګوینا کې په ګډه خبري غونډه کې چې د بالکان د خپل سفر د یوې برخې په توګه تللی وو ګډون وکړ. اردوغان وویل، اوس د تورکیې او بوسنیا هرزګوینا اتباع کولی شي چې له تورکیې څخه بوسنیا او هرزیګوینا ته او له بوسنیا هرزیګوینا څخه تورکیې ته د پیژندپانو سره سفر وکړي.
د سټار ورځپاڼې "دودیک: اردوغان، د نړۍ یو له سترو مشرانو څخه دی " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د بوسنیا او هرزیګوینا د دولتي شورا غړي میلوراد دودیک وویل چې دوی تل د شورا له رئیس سفیک کافرویک او د شورا له غړي زیلجکو کومسیک سره په جګړه کې دي، خو بوسنیا هرزیګوینا ته د ولسمشر اردوغان له سفر سره دوستانه فضا رامنځته شوه. دودیک وویل: «دا د اردوغان د درناوي څرګندونه کوي. اروپايي ټولنه زموږ ستونزې نه شي حل کولای. اردوغان د نړۍ له سترو مشرانو څخه دی."
وطن ورځپاڼې "تورکیه د نړۍ ترټولو لوی په وسلو سمبالو ډرون الوتکو صادرونکی دی" د سر لیک لاندې لیکلي دي
د Bayraktar TB2 وسله وال بې پیلوټه الوتکې په ټوله نړۍ کې د خپریدو په حال کې دي. د تورکیې په وسلو سمبال ډرون الوتکو بریا په دې وروستیو کې د ایټالیا په مطبوعاتو کې انعکاس کړی دی. په هغه خبر کې راغلي دي چې د تورکیې د په وسلو سمبال ډرون الوتکو بریا امریکايي ، اسرائیلي، چینايي، فرانسوي او انګلیس ډرون الوتکو نه خپه اړولې او د ټولې نړۍ پام یې ځان ته اړولی.
یني شفق ورځپاڼې "اروپایي شرکتونه تورکیې ته اړتیا لري" د سرلیک لاندې لیکلي دي،
اروپايي شرکتونه چې په تورکیه کې فعالیت کوي غواړي چې د اروپايي ټولنې او تورکیې ترمنځ د ګمرکونو تړون ژر تر ژره تازه شي. د ايټاليا د سوداګرۍ او صنايعو د خونې مشر ليويو مانزيني وويل، تورکيه يو باوري ملګری دی، د چين پر وړاندې له تورکيې پرته بل بديل هېواد نشته. د آلمان – تورکیې د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مشر مارکوس کریسټین سلیوګت وویل، هر څوک چې د اروپا له راتلونکي څخه ګټه پورته کوي باید په تورکیه کې پانګونه وکړي.