د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
خبر ترک ورځپاڼې "د عبدالحمید خان د اکتشافي او برمه کارۍ کښتۍ د دندې ځای ټاکل شوی دی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د عبدالحمید خان اکتشافي او برمه کارۍ کښتۍ د مرسین تاش اوجو بندر څخه د خپل لومړني ماموریت او دندې پر لور واستول شوه. ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې دا کښتۍ به د انتالیا د غازی پاشا ولسوالۍ څخه ۵۵ کیلومتره لرې د یوروکلر-۱ څاه په سیمه کې دنده پيل کړي. اردوغان وویل، «یورکلر-۱ څاه په ختیځ مدیترانې کې زموږ د پراخه کاري پلان لومړی ګام دی.
صباح ورځپاڼې "تورکیې د عبدالحمید خان لپاره سمندري خبرداری خپور کړی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، تورکیې د عبدالحمید خان کښتۍ د اکتشافي او برمه کارۍ د کار د پيلولو په خاطر په سیمه کې سمندري خبرداری خپور کړ. د اعلامیې له مخې په ختیځ مدیترانې کې د عبدالحمید خان کښتۍ ماموریت به د اکتوبر تر ۷ مې نیټې دوام وکړي. د عبدالحمید خان کښتۍ به د یوروکلر – ۱ په ساحه کې د ۳ کښتیو کار ترسره کړي.
حریت ورځپاڼې "په نړۍ کې د تورکیې د برمه کارۍ د کښتۍ نه یواځې پنځه دانې شتون لري" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، عبدالحمید خان په نامه تورکیې نوې اکتشافي او برمه کارۍ کښتۍ په نړۍ کې یوازې ۵ دانې دي او د تورکیې څلورمه کښتۍ ده، پرون د ولسمشر اردوغان په ګډون له مراسمو وروسته په یوه سفر روانه شوه. عبدالحمید خان کښتۍ چې په نړۍ کې ګوتو په شمیر د کښتیو له ډلې څخه ده، ۲۳۸ متره اوږدوالی، ۴۲ متره پلنوالی او ۱۱۲ متره لوړوالی لري. دغه کښتۍ چې د ۲۰۰ پرسونل په درلودلو سره تر ۱۲۲۰۰ مترو پورې په سمندر کې د کیندلو وړتیا لري.
یاني شفق ورځپاڼې "اسلامي نړۍ په قونیه ښار کې سره راټوله شوې" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د اسلامي پیوستون د پنځمو لوبو سیالۍ د ولسمشر رجب طیب اردوغان په ګډون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوې. دا سیالۍ د تورکیې د قونیې په ولایت کې د ولسمشر اردوغان او نړۍ د ځینو اسلامي هیوادونو د مشرانو په ګډون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوې .
دا سیالۍ «یووالي قدرت دی» شعار سره پیل شوی او له ۵۶ هېوادونو څخه ۴۲۰۰ ورزشکارانو پکې ګډون کړی دی. دا سیالۍ به د اګست تر ۱۸مې به دوام وکړي.
وطن ورځپاڼې "تورکي ساینس پوهانو پرمختګ کړی، دا د نړۍ لپاره هیله ده" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکي سیاینس پوهانو لخوا چمتو شوی د غنمو هغه اصلاح شوی تخم چې سړې هوا ، وچکالۍ او ناروغیو پر وړاندې قوي مقامت او لوړ کیفیت لري لومړنی حاصل ترینه په سیواس کې ترلاسه شو.
وړاندوینه کیږي چې د غنمو نوي ډولونه به د خواړو کمښت ته د حل لاره وي چې تورکیه او ټوله نړۍ یې تجربه کولی شي.