د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

1864947
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې  " د بهرنیو چارو وزارت لخوا د  اسرائیلو پر خلاف د مسجد الاقصی غبرګون" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،

د تورکیې د  بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د اګست په پنځمه د غزې پر تراړه کې  د اسرائیلو له خوا پیل شوي بریدونه چې له امله یې د ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر ملکي وګړي وژل شوي او  پر الاقصی جومات د اسرائیلي پولیسو تر حمایې او ساتنې لاندې فشارونه او چاپې وغندلې. همداشان تورکیې د اسرائیل  د پارلمان غړي اتامر بن ګویر او د یهودي سخت دریځو ډلو لخوا د اسرائیلي پولیسو په ملګرتیا  په مسجد الاقصی  چاپه او دلته د عبادت کولو هڅې وغندلې. تورکیې بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا د اسرائیلو پر حکومت غږ کړی چې اجازه ورنکړي چې د حرم شریف حیثیت او روحیه په نښه کړي.

ستوری "کوبراکوف: زه د تورکیې څخه مننه کوم" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،

د اوکراین د زیربنا وزیر اولیکساندر کوبراکوف اعلان وکړ چې د فبرورۍ په میاشت کې د روسیې او اوکراین د جګړې له پیل راهیسې د لومړي ځل لپاره د بهرنۍ بیرغ لرونکي کښتۍ د چورنومورسک بندر ته ورسیده. کوبراکوف وویل، "زه په ملګرو ملتونو او تورکیې کې له خپلو همکارانو مننه کوم چې دا یې ممکنه کړې ده مننه کوم."

 

د حریت ورځپاڼې  "د ملي څارګرې ډرون لومړنۍ تحویلۍ ترسره شوې" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې دفاعي صنایعو رئیس اسماعیل دیمیر اعلان وکړ چې د کوچۍ څارګرې ډرون سیسټم ( ټوګان ) لومړی تحویلي چې تورکیې د دفاع ټیکنالوژۍ انجینرۍ او سوداګرۍ شرکت  لخوا د ملي امکاناتو سره جوړه شوې ده  وسله وال پوځ ته وسپارل شوه .. د ټوګان په نامه ددې کوچنۍ ډورن نه به په کشف، څارنې او استخباراتي فعالیتونو کې استفاده وشي.

د خبرتورک ورځپاڼې  "آلمان ته د صادراتو ریکارډ" د سرلیک لاندې لیکلي دي

آلمان ته د تورکیې صادرات د جنورۍ څخه تر جولای پورې د ۱۱ میلیارده ۱۲۱ میلیونو ډالرو په ارزښت تر ټولو لوړ حد ته ورسی

وطن ورځپاڼې "هلته یو خالي بالښت هم نه دی پاتې" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،

د ګرځندوی د سکتور استازو اعلان وکړ چې په انتالیا کې هوټلونه چې د دې میاشتې تر پایه یې د ۷ میلیون بهرني سیلانیانو کوربه توب کړی دی ، د اګست او سپټمبر تر نیمایي پورې په بشپړ ډول ډک و او ځینې هوټلونه حتی تش بالښت  هم نه لري.



اړوند خبرونه