د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي
صباح ورځپاڼې "اردوغان روسیې ته ځي" د سرلیک لاندې لیکلي دي
ولسمشر رجب طیب اردوغان د اګست په پنځمه نیټه روسیې ته سفر کوي. اردوغان به په سوچي کې له خپل سیال ولادیمیر پوتین سره د غلې دانې دهلیز، د سوریې مسئلې، د روسیې او اوکراین د جګړې او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړي.
سټار ورځپاڼې "په استانبول کې د تاریخي تړون وروسته مهم پرمختګ" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، پرون د روسیې د دفاع وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ګډې همغږۍ مرکز، چې د غلو دانو د دهلېز د هوکړې په چوکاټ کې په استانبول کې جوړ شوی و، خپل فعالیت پیل کړ.
حریت ورځپاڼې "وزیر دونمز نیټه ورکړه" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
د تورکیې د انرژۍ او طبیعي زیرمو وزیر فاتح دونمز اعلان وکړ چې د عبدالحمید خان برمه کارۍ کښتۍ به د اګست په ۹ د مرسین تاشچو د بندر څخه د خپل نوي ماموریت پر لورې حرکت وکړي .
خبر ترک ورځپاڼې " د پیسو نړۍوال صندوق د تورکیې د اقتصادي ودې وړاندوینه لوړه کړه" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
د پیسو نړیوال صندوق (IMF) سږ کال د تورکیې د اقتصاد ودې اړوند خپله وړاندوینه له دوه عشاریه ۷ سلنې څخه ۴ سلنې ته لوړه کړې ده.
ینی شفق ورځپاڼې "د تورکیې په وسلو سمبال ډرون الوتکو بیرقدار ټي بي ۲ لپاره نوی پیرودونکی د آسیا څخه دي" د سرلیک لاندې لیکلي دي،
د تورکیې د په وسلو سمبال ډرون الوتکې بیرقدار ټي بي ۲ چې د امریکا متحده ایالتونو او اروپایانو لخوا نږدې تعقیب کیږي نوي مشتریان پیدا کړل. یو زیات شمیر هیوادونو د بیرقدار ټي بي ۲ ډرون الوتکو د پیریدو لپاره په وړاندیزونه وړاندې کړي دي. د ویلو ده چې په ځانګړې توګه د اوکراین - روسیې او اذربایجان - ارمنستان جګړو کې د بیرقدار ټي بي ۲ الوتکو مهم رول د ټولې نړۍ پام ځانته رااړولی دی. بنګله دیش د تورکیې څخه د بیرقدار ټي بي ۲ ډرون الوتکو غوښتنه وکړه.