د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

1858275
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

حریت ورځپاڼې "د امنیت شورا په غونډه کې د ترورېزم پر وړاندې په مبارزې ټینګار وشو " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ پرون په پلازمینه انقره کې د ملي امنیت شورا له غونډې وروسته په خپره شوې خبرپاڼه کې د راغلي دي چې " د امنیت شورا په ننۍ غونډه کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو په اړه معلومات وړاندې شول او د تدابیرو په اړه خبرې وشوې". سربیره پردې، په خبرپاڼه کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې د یونان لخوا د تورکیې د سمندري او فضايي حدودو نه سرغړونه او پاروونکو اقداماتو ترسره کول د منلو وړ ندي.

 

سټار ورځپانې  "د وزیر چاووش اوغلو لخوا د دوهوک بیان" د سرلیک لاندې لیکلي دي

د تورکیې  د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو پرون د عراق په دهوک سیمه کې د برید په اړه څرګندونې کولې وویل، د هغو معلوماتو له مخې چې د تورکیې له وسله والو ځواکونو څخه مو ترلاسه کړي، تورکیې  پر ملکي وګړو هېڅډول  برید نه دی کړی.

ورځپاڼې " نړیوال بانک د تورکیې د ولسمشر اردوغان  میرمنې آمنې  اردوغان ته د اقلیم او پراختیا د رهبرۍ جایزه ورکړه " د سرلیک لاندې لیکلي دي ،

د ولسمشر رجب طیب اردوغان مېرمنې آمنې اردوغان ته د لومړي ځل لپاره د نړیوال بانک له خوا د اقلیم په برخه کې د هغې د د صفر اسراف  پروژې د مخکښ کار له امله د "اقلیم او پراختیا د رهبرۍ جایزه" ورکړل شوه.

خبر ترک ورځپاڼې " د اق قویو د آټومي انرژۍ بټۍ د وروستي ریکټور بڼسټ کیښودل شو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د مرسین ولایت په ګلنار ولسوالۍ کې د تورکیې د لومړنۍ اق قویو د اټومي بټۍ د څلورم او وروستي ریکټور د بنسټ ډبره پرون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه. د انرژۍ او طبیعي زیرمو وزیر فاتح دونمز وویل چې د د اټومي انرژۍ دا بټۍ به  د تورکیې جمهوریت په سلمه کلیزه کې یعنې په ۲۰۲۳ کال کې فعاله شي. لومړی به ددې بټۍ یو ریکټور فعاله شي او په تعقیب به يې یو کال په توپیر سره نور ریکټورنه هم فعاله شي.هغه وویل چې دا بټۍ په اوسني بڼه کې د نړۍ ترټولو لوی ساختماني سایټ دی.

وطن ورځپاڼې  "د امریکا متحده ایالتونو په مطبوعاتو کې د تورکیې د ځايي په وسلو سمبال ډرون په اړه خبرونه " د سرلیک لاندې لیکلي دي ،

د تورکیې وسله والې بې پیلوټه الوتکې  چې د کورنیو او ملي هڅو سره تولید شوي، د نړۍ له اجنډا څخه نه وځي. د امریکا وال سټریټ ژورنال په خپره کړې یوې مقاله کې ویلي دي چې د تورکیې  بې پیلوټه  الوتکو، ډرون سمندري وسایط  او دفاعي وسلو د صنعت دا هیواد یو ځواک په مرکز بدل کړی دی".



اړوند خبرونه