د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1836558
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

حریت  ورځپاڼې "اردوغان: موږ نوي پړاو ته داخلیږو" د سرلیک لاندې لیکلي دي،

د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان په سوريه كې د پوځي عملياتو په اړه وويل: "موږ د خپلو جنوبي پولو په اوږدو كې د ۳۰ كيلومتره ژوروالي سره  خوندي سيمې د جوړولو د پريكړې نوي پړاو ته ننوځو، موږ تل رفعت او منبج له ترهګرو څخه پاکوو. په تدریجي ډول به په نورو سیمو کې هم همداسې وکړي."

 

د ینې شفق ورځپاڼې  "ګلوبل ټایمز: د فنلینډ او سویډن پر وړاندې خنډ د ترکیې ځانګړی رول ښکارندويي کوي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،  له بیجینګ څخه خپرېدونکې ورځپاڼې ګلوبل ټایمز لیکلي چې د ترکیې لخوا  په ناټو کې د فنلنډ د مخالفت او د سویډن له غړیتوب سره  مخالفت په اړه لیکلي دي چې تر کومه چې  د ترکیې غوښتنې نه وي منل شوي، د لویدیځ غوښتنې غیر عادلانه دي.  ورځپاڼې په نړيوال امنيت کې د ترکيې بې ساري رول ته په اشارې سره ویلي دي چې ترکیه په نړۍوال امنیت کې د ځانګړي رول خاوند هیواد دی.

خبرترک  ورځپاڼې "د سویډن لومړی وزیرې اندرسن: له ترکیې سره به خبرو ته دوام ورکړو " د سرلیک لاندې لیکلي دي ،

د سویډن لومړۍ وزیرې مګدالینا انډرسن په ناټو کې د خپل هیواد د غړیتوب په اړه وویل، "له ترکیې سره به خبرې اترې دوام ولري، موږ به د ترکیې غوښتنو ته مستقیم ځواب ووایو او غلط فهمۍ به سمې کړو."

 

سټار ورځپاڼې  "د امریکا ډیفنس پوسټ لیکلي: د ترکیې په وسلو سمبال ډرون الوتکو د ۲۰۰۰ کیلومتره واټن وهلو سره ریکارډ مات کړ" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،

 

د ترکیې د بیرقدار تعرضي ډرون الوتکې بیرقدار اقنجي د آذربایجان په پلازمینه باکو کې جوړ شوي د ټکنو فیسټ په فیستیوال کې د ګډون په موخه د ترکیې د تیکیرداغ ولایت د چورلو هوايي هډې نه الوتنه وکړه او د د ګرجستان له لارې  د ۲ زره کیلومتره ریکارډ الوتنې نه وروسته د آذربایجان پلازمینې باکو کې TEKNOFEST ته ورسیده. د بیرقدار اقنجي دې ریکارډ الوتنې د امریکا متحده ایالتونو په رسنیو کې خورا انعکاس وموند.

د امریکا د  ډیفنس پوسټ ورځپاڼې خپلو لوستونکو ته پدې اړه په خپور کړي خبر کې ویلي دي  چې دا یو ریکارډ دی ، او د اقنجي غوره تخنیکي تجهیزاتو او ماموریت وړتیاو ستاینه وکړه.

صباح  ورځپاڼې "ترکش ایرلاینز  د سویلي سوډان پلازمینه جوبا ته هم په الوتنو پیل وکړ " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکش ایرلاینز  هغه هوایی شرکت چې د نړۍ ډیری هیوادونو ته الوتنې کوي، د الوتنې شبکې پراخولو ته دوام ورکوي. ترکش ایرلاینز د سویلي سوډان پلازمینې جوبا ته د الوتنې په پیلولو سره د هغو هیوادونو شمیر ۱۲۹ ته لوړ کړ چې  دوی ورته الوتنې لري .



اړوند خبرونه