د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
وطن ورځپاڼې " په پاریس کې د ترکیې پر کونسلګرۍ برید شوی " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، نامعلومو کسانو د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د ترکیې پر قونسلګرۍ د لاسي بم برید کړی دی. برید د قونسلګرۍ عمومي ودانۍ ته زیان اړولی دی. سرچینې راپور ورکړی چې دا معلومه شوې چې دا برید د پي کاکا بیلتون غوښتونکي ترهګرې ډلې سره تړاو لري او د برید مسؤلیت په غاړه اخیستی.
ینې شفق ورځپاڼې "اردوغان: موږ په ټوکیو کې افتخارات ترلاسه کړ او اوس وار د پاریس دی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ترکیې د ۲۰۲۰ کال توکیو اولمپیاتو ته ۸۷ ورزشکاران استولي چې دا د پارالمپیک لوبو په تاریخ کې تر ټولو لوی شمیر ورزشکارانو سره پدې سیالیو کې ګډون وکړ. اردوغان ددې خبرې په ټينګار سره وویل چې د تركيې ورزشكارانو په نړيوالو سياليو كې زيات مډالونه ګټلي دي ، زه باور لرم چې د ۲۰۲۴ كال د پاريس په المپيك كې به د لوبغاړو د شمېر او مډالونو د ګټلو په برخه كې يو نوى ريكارډ جوړ كړو.
خبر ترک ورځپاڼې " په استثنايي توګه د ترکیې د تابعیت د اخیستو په شرایطو کې بدلون راغلی " د سرلیک لاندې خبر خپور کړی دی.
په ترکیه کې بهرنیو وګړو ته د غیر منقول اموالو په برخه کې د پانګه اچونې په بدل کې په استثنايي توګه د تابعیت ورکولو په شرایطو کې ځیني تغیرات راوستل شول.
د ویلو ده چې په استثنايي ډول د ترکیې د تابعیت د ترلاسه کولو په خاطر د غیرې منقول اموالو په برخه کې د پانګه اچونې رقم د ۲۵۰ زره امریکايي ډالرو نه ۴۰۰ زرو امریکايي ډالرو ته لوړ کړی شو.
د پانګه اچونې له لارې په استثنايي ډول د ترکیې تابعیت د ترلاسه کولو په شرایطو کې ځیني بدلونونه راوستل شول.
د ترکیې د وزیرانو شورا د اپریل د میاشتې د ۱۳ مې نیټې په غونډه کې د ترکیې د تابعیت په خاطر د غیرې منقول اموالو په برخه کې د پانګه اچونې مقدار د ۲۵۰ زرو امریکايي ډالرو نه ۴۰۰ زرو ته د لوړولو پریکړه وکړه.
په مقرره کې د یو بل تعدیل سره ، د ترکیې تابعیت هغه بهرنيانو ته ورکول کیدی شي چې د خصوصي تقاعد سیسټم ته د لږترلږه ۵۰۰ زره ډالرو یا معادل بهرني اسعارو سره ونډه واخلي او د ۳ کلونو لپاره په سیسټم کې پاتې شي. دا پریکړه د نن ورځې څخه نافذه ده.
دا تصامیم د ترکیې ۵۹۰۱ شمیر د تابعیت قانون د ۴۶ مې مادې له مخې نیول شوي دي.
د سټار ورځپاڼې "د ترکیې او اذربایجان ترمنځ د پیړۍ پروژه" د سرلیک لاندې لیکلي دي
د ترانسپورت او بڼسټیزو چارو وزیر عادل قره اسماعیل اوغلو وویل چې د زنګزور ریل پټلۍ او د ترکیې او آذربایجان ترمینځ د لویې لارې د فعالیت په پیل کولو سره به استانبول تر چین پورې په غځیدلي یو دهلیز بدل شي. دغه دهلیز به د اسیا هیوادونو ته لار هواره کړي چې اروپا ته په ټیټه بیه د توکو صادرات وکړي او د ترکیې نړۍ به له یو بل سره نږدې کړي.
د صباح ورځپاڼې "بهرني زده کونکي د استانبول هوايي ډګر ته حیران شول" د سرلیک لاندې لیکلي دي، هغه زده کونکي چې د انګلستان په برمنګهم کې د پوهنتون کالج برمنګهم کې د الوتنې او ګرځندوی زده کړې کوي، د خپل تعلیمي سفر لپاره استانبول ته ترجیح ورکړه. د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه ۶۰ تنو محصلینو د استانبولد هوايي ډګر ستاینه وکړه. یو تن زده کوونکي ایجا بوسا وویل چې "ما هیڅکله دومره مناسب هوایی ډګر نه دی لیدلی ، دا یو ډیر مکمل هوايي ډګر دی."