د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1811088
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

 

حریت ورځپاڼې  "د بهرنیو چارو وزارت غندنه" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي

 

د ترکیې  د بهرنیو چارو وزارت د لویدیځې غاړې په بیت لحم ښار کې د اسرائیلي امنیتي ځواکونو له خوا له کوم خبرتیا پرته د یوې فلسطیني ملکي ښځې په ډزو ویشتل او وژل په کلکه غندلي دي.

 

صباح  ورځپاڼې "د پاکستان نوی لومړی وزیر شهباز  شریف: ترکیه او پاکستان نه بېلېدونکې اړیکې لري" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي

شهباز شریف چې د پاکستان د ۲۳م لومړي وزیر په توګه وټاکل شو، وویل چې ترکیه او پاکستان نه بېلېدونکې اړیکې لري او انقره تل د اسلام اباد ترڅنګ ولاړه ده.

 

 

 

د ینې شفق ورځپاڼې  د ترکېې د انرژۍ او طبعي‌ زیرمو د وزیر څرګندونو ته ځای ورکړی دی. د ترکیې د انرژۍ او طبعي‌ زیرمو وزیر فاتح دونمز ویلي‌ دي چې په ترکیه کې د بریښنا په برخه کې ډیر زیات پرمختګ شوی دی  او تر ۱۰۰ زره میګاواټو څخه زیاته شوې"

هغه وویل چی د ترکیی د برښنا په برخه کی د نصب شوی برښنا کچه له سلو زرو میګاواټو څخه زیاته ده.

خبرټرک ورځپاڼې  "په لومړۍ ربع کې اروپایی اتحادیې ته له ترکیې څخه شاوخوا ۲۴ملیارد ه ډالر صادرات" تر سرلیک لاندې خبر خپور کړی دی.

 په خبر کې راغلي‌ دي‌ چې اروپايي ټولنې هېوادونو ته د ترکیې صادرات د روان کال په  لومړۍ ربع کې د  ۲۰۲۱ کال د همدې مودې په پرتله ۲۱ سلنه زیات شوي او ۲۳ میلیارده ۷۸۰ میلیونه ۳۲۳ زره ډالرو ته رسېدلي دي. د موټرو سکټور، تیارو جامو او نساجي، کیمیاوي توکي او محصولات، فلزات او فولاد د اروپایي اتحادیې هیوادونو ته تر ټولو ډیر صادر شوي.

 

د سټار ورځپاڼې "د ترکیې څخه د ځواک نمایش" د سرلیک لاندې  خبر خپور کړی دی. په خبر کې راغلي‌ دي‌ چې د تریکې د سمندري‌ ځواکونو قومندانۍ  په ایژې او ختیځه مدیترانه کې په هممهاله توګه سمندري‌ تطبیقات پيل کړل. پدې تطبیقاتو کې  

۱۲۲ بېړۍ او ۴۱ هوايي واسطې ګډون وکړي.  ددې سربیره پدې تطبیقاتو کې به ۱۲ زره پرسونل هم ګډون وکړي. پدې تطبیقاتو کې به  د ملي وسلو او سیسټمونو په کارولو سره به د ډېرو لومړیو صحنو شاهدي‌ وکړو.



اړوند خبرونه