د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
خبر ترک ورځپاڼې : " زیلنسکي د ترکي مطبوعاتو سره مرکه وکړه" د سرلیک لاندې
لیکلي دي، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي له خبر ترک تلویزیون سره ځانګړې مرکه وکړه. زیلنسکي د دې خبرې په ټینګار سره وویل چې روسیه د اوکراین د پلازمینې کیف څخه په شا تنبول شوې ده، هغه زیاته کړه هر هغه څوک چې د اوکراین د اشغال لپاره د روسیې سره مرسته کوي جنګي مجرم دی. زیلنسکي وویل، موږ د ترکیې په بشپړ ملاتړ باور لرو.
سټار ورځپاڼې : "د ترکیې څخه د بوچا او ایرپین بیان: ددې پیښو مسؤلین باید حساب ورکړي" د سرلیک لاندې د اوکراین د بوچا او ایرپین په سیمو کې د وروستي وحشت په اړه د ترکیې غبرګون ته ځای ورکړی دی.
د ترکیې بهرنیو چارو وزارت ویلي، د اوکرایین پلازمېنې کیف تر څېرمه د بوچا او ایرپین په ګډون د بېلابېلو سیمو د ډله ییزو وژنو انځورونه چې په مطبوعاتو کې خپاره شوي، د انسانیت لپاره وحشتناک او غمجن دي. د بې ګناه ملکي وګړو په نښه کول هېڅکله د منلو وړ خبره نده، مسئول کسان باید حساب وکړي.
حریت ورځپاڼې : له ماریوپول څخه تخلیې په برخه کې د ترکیې د فورمول نه کار اخیستل کیږي د سرلیک لاندې خبر خپور کړی دی.
د اوکراین د ماریوپول ښار چې د روسیې د یرغل او اشغال په نتیجه کې په کنډوالې بدل شوی او د مځکې سره هوار شوی دی ددې ښار څخه د ۸۰۰۰۰ ملکي وګړو د تخلیې لپاره د ترکیې په فورمول بحث روان دی. د ویلو ده چې اوکراین او روسیه دواړه په سیمه کې د ترکیې د تخلیې د عملیاتو هرکلی کوي. فکر کیږي چې د ژغورنې عملیات به د سمندر له لارې ترسره شي.د ویلو ده چې د ماریوپول ښار په کامله توګه تخریب شوی او په کنډوالې ښار بدل شوی دی.
صباح ورځپاڼې : له امریکا سره په اړیکو کې نوی پړاو د سرلیک لاندې خبر خپور کړی دی. په خبر کې راغلي دي چې
د ترکیې او امریکا ترمنځه د اقتصادي، پوځي او سیاسي مسایلو په اړه د همکارۍ نوی دور پیل شو. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله ویکتوریا نولاند چې د ترکیې او امریکا د ستراتیژیک میکانیزم په چوکاټ کې پلازمینې انقرې ته راغلې وه، د "قوي ملګرتیا" پیغام ورکړ. د دواړو هېوادونو تر منځ د ۱۰۰ میلیاردو ډالرو سوداګرۍ موخه ټاکل شوې ده.
وطن ورځپاڼې : "په ځايي او ملي چورلکې اټاک کې نوی پرمختګ"
د اټاک (ATAK) چورلکې چې د کورنیو او ملي سرچینو په مرسته تولید شوې، په بهر کې په اړه د پام وړ پرمختګ شوی دی. د دفاعي صنایعو رئیس اسماعیل دیمیر په خپل ټویټر پاڼه کې په یوه پیغام کې ویلي، « نن زموږ د دفاعي صنعت یوه بله ویاړمنه ورځ ده. هغه وویل، «موږ د لومړي ځل لپاره له هېواده بهر خپلې ATAK هلیکوپترې فیلیپین ته ورکوو.