د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
سټار ورځپاڼې "اردوغان: د ترکیې په توګه موږ په دې حساس وخت کې د تونس تر څنګ ولاړ یو"
د سرلیک لاندې په خبر کې په تونس کې د وروستیو پرمختګونو په اړه د ولسمشر رجب طيب اردوغان څرګندونو ته ځای ورکړی دی: د منتخب پارلمان منحلول د تونس د راتلونكې له پلوه د اندیښنې وړ ګام دی او د تونس د خلكو ازادې ارادې ته يو ګوزار دى. موږ په دې حساس بهیر کې د دوست او ورور هیواد تونس د خلکو تر څنګ ولاړ یو او دریدو ته به دوام ورکړو
د ینې شفق ورځپاڼې "په کیف کې د ترکیې د سفارت لخوا د بوچا په اړه څرګندونې "
د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په کیف کې د ترکیې سفارت ویلي، هغه انځورونه چې د اوکراین پلازمېنې کیف ته څېرمه د بوچا او ایرپین په ګډون له بېلابېلو سیمو څخه په رسنیو کې خپاره شوي دي، "وحشیانه" دي او د بې ګناه ملکي وګړو په نښه کول د منلو وړ خبره نده.
وطن ورځپاڼې "زیلینسکي: د ترکیې سره د تماس په حال کې یو"د سرلیک لاندې په خبر کې د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي څرګندونو ته ځای ورکړی دی.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د بوچا ښار ته د خپل سفر په ترڅ کې چې د روسي پوځیانو پاک شوی دی، د ماریوپول د وروستي وضعیت په اړه وویل: «په ماریوپول کې وضعیت ستونزمن دی. زه زموږ له اردو سره په دوامداره تماس کې یم. همداشان د سیمې نه د تخلیې په اړه د ترکیې سره په دوامداره توګه خبرې اترې کوو. موږ به ژر ځواب ترلاسه کړو، ".
حریت ورځپاڼې "په صادراتو کې تاریخي ریکارډ" د سرلیک لاندې لیکلي دي،
د ترکیې د سوداګرۍ وزیر محمد موش د مارچ میاشت لپاره د ترکیې د بهرنۍ سوداګرۍ ارقام اعلان کړل. د مارچ په میاشت کې، صادرات ۱۹ عشاریه ۸ سلنه په ډیریدو سره ۲۲ عشاریه ۷ ملیارد لیرو ته لوړ شوي، چې د جمهوریت تاریخي ریکارډ ماتوي.
صباح "د تیرو ۶۲ کلونو راهیسې د ناټو د مرکزي دفتر دیوارونه يي سینګار کړي د سرلیک لاندې لیکلي دي، د هیواد نامتو رسام، لیکوال او شاعر بدري رحمي ایوب اوغلو لخوا جوړ شوی د موزایک دیوار د تیرو ۶۲ کلونو راهیس د ناټو سازمان په عمومي قرارګاه کې نندارې ته وړاندې شوی دی. ویل کیږي دا دیوار ۶۲ کاله مخکې د بدري رحمي ایوب اوغلو لخوا د فرانسې په پلازمینه پاریس کې د ناټو سازمان لومړني دفتر ته په ډالۍ کې ورکړ شوی وو. دا اثر نن ورځ د ناټو سازمان د عمومي قرارګاه په سالون کې نندارې ته وړاندې ته وړاندې شوی او د ناټو د قرارګاه دیوارونه يي سینګار کړي دي.