د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د حریت ورځپاڼې د روسیې او اوکراین ترمنځه د روانې جګړې په اړه د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ابراهیم قالن څرګندونو ته ځای ورکړی دی.
قالن د روسیې او اوکراین ترمنځه د روانې جګړې په اړه وویل چې ددې جګړې ګټوونکی به هیڅوک هم نوي. نړۍ د لومړۍ ، دویمې او دریمې سړې جګړې د زغمولو توان نلري. ترکیه ددې جګړې د پایته رسولو په خاطر د ختمولو په خاطر هلې ځلې کوي. ترکیه به د روسیې او اوکراین سره د نږدې تماس سره د جګړې د ختمولو په خاطر هلو ځلو ته دوام ورکړي.
د سټار ورځپاڼې د اوکراین او روسیې ترمنځه د روانې جګړې د ختمولو په اړه د ترکیې د منځګړتوب نه د ملاتړ اعلان کړی .
د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر د ترکیې لخوا د روسیې او اوکراین ترمنځه د روانې جګړې د ختمولو په خاطر د منځګړتوب په خاطر قوي ډیپلوماسي روانه کړې ده چې ایټالیا د ترکیې نه پوره ملاتړ کوي.
هغه وویل چې ترکیه د دواړو خواوو سره ډیرې ښې اړیکې لري او کولی شي چې ددوې ترمنځه روغه جوړه وکړي. ترکیه د سیمې یو ډیر مهم هیواد دی.
د خبرترک ورځپاڼې " ۶۳ نوي څیړونکي ترکیې ته راځي " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د صنایع او ټکنالوژۍ وزیر مصطفی ورانک وویل چې د ترکیې د علمي او ټکنالوژیکو څیړونو ادارې د فکري کډوالۍ د پروګرام په چوکاټ کې ۶۳ څیړونکي چې ۴۷ تنه ترکان دي ترکیې ته راځي. هغه وویل چې ترکیه به د علم، نوښتګرۍ او ایکوسیستم په برخه کې لا پسې ځواکمن او پياوړی کړو.
د وطن ورځپاڼې " ترکیه د قطر په پلازمینه دوحه کې جوړ شوی د دفاعي صنایع په نندارتون کې د ګډون سره خپل وروستي توکي نندارې ته وړاندې کوي. په خبر کې راغلي دي چې د دوحې د سمندري صنایع نړۍوال نندارتون کنفرانس پرون په قطر کې پیل شو.
پدې نندارتون کې د ترکیې په ګډون د شلو هیوادونو ۲۰۰ شرکتونو ګډون کړی دی. ددې شرکتونو ۳۲ یي د ترکیې دي. دا شرکتونه به خپل وروستي توکي ننداریې ته وړاندې کړي.
پدې نندارتون کې د ترکیې توکو د نړۍ توجه ځان ته.
د ینې شفق ورځپاڼې " قونیه د ۲۰۲۳ کال لپاره په د سپورت پلازمینې په توګه وټاکل شو.
د اروپا د سپورت د پلازمینو او ښارونو د فدراسیونونو لخوا د ترکیې د قونیې ښار د ۲۰۲۳ کال لپاره د د نړۍ د سپورت د پلازمینې په توګه وټاکل شو.
د ویلو ده چې قونیه د ترکیې لومړنی او د اروپا په کچه د اسپانیا د پلازمینې مادرید نه وروسته دویم ښار ته چې د اروپآ د سپورت د پلازمینې په توګه وټاکل شو.