د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1790946
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

 

د خبر ترک ورځپاڼې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د ولسمشر اردوغان ټیلیفوني‌ خبرو ته په خبر کې ځای ورکړی دی.

ورځپاڼې لیکلي‌ دي‌ چې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټيلیفوني‌ خبرې وکړې. ولسمشر اردوغان پدې ټیلیفوني‌ خبرو کې د اوکراین او روسیې ترمنځه د هر څه ژر د اوربند ، اوکراین کې د بشري‌ دهلیزونو پرانیستو او سولې تړون د لاسلیکولو په خاطر زمینې د برابرولو او پدې برخه کې د بیړنیو ګامونو د اوچتولو پر اهمیت ټینګار وکړ.

 

د وطن ورځپاڼې ترکیې ته د راغلو اوکرایني‌ کډوالو په اړه د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو څرګندونو ته ځای ورکړی دی.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو تیره ورځ‌ وویل چې د مارچ د شپږمې نیټې پورې ترکیې ته د راغلو اوکرایني‌ کډوالو شمیره  د شلو زرو تنو نه اوښتې ده .

هغه وویل چې ترکیې دې کډوالو نه تود هر کلی کړی دی . هغه وویل چې ترکیه د توکم، رنګ، پوستکي ، دین، مذهب ، ژبې او کولتور ته د کتو نه پرته د نړۍ په هر ګوډ کې د هر مظلوم  نه دفاع کوي او هغوې ته خپل غیږ پرانیزي.

 

د ینې شفق ورځپاڼې " ترکیه به د نړۍ په ټرانسپورتي‌ مرکز بدل شي " د سرلیک لاندې خبر خپور کړی دی.

په خبر کې راغلي‌ دي‌ چې په ترکیه کې د مخامخو نړۍوالو پانګه اچونو کچه تیر کال ۸۱ سلنې په ډیریدو سره ۱۴ عشاریه ۲ میلیاردو ډالرو ته رسیدلې ده .

د ولسمشرۍ ماڼۍ د پانګه والۍ د دفتر رئیس بوراق داغلي اوغلو وویل چې نړۍوال ستر شرکتونه نن ورځ ترکیې نه د سېمې لپاره د تولیداتو ، صادراتو، تحقیقاتو ، لوژستیک او سوق او ادارې د مرکز په  توګه کار اخلي. یو زیات شمیر نړۍوال شرکتونه د خپلو فعالیتونو د دوام په خاطر په ترکیه کې لا زیاتې مخامخ پانګه اچونې کوي.

هغه ویلي‌ دي‌ چې نن ورځ‌ ترکیه کې د لوژستیک د سترو مرکزونو شمیره چې لس وه ۲۵ ته لوړه شوې ده  . همداشان ترکیه به په نړۍواله کچه د تولیداتو او ټرانسپورت په مهم مرکز بدل شي.

 

د سټار ورځپاڼې د ترکیې د قوي‌ زیربناګانو په اړه د ټرانسپورت او بڼسټیزو چارو د وزیر عادل قره اسماعیل اوغلو څرګندونو ته ځای ورکړی دی.

ورځپاڼې د قره اسماعیل اوغلو له قوله لیکلي‌ دي‌ چې د پرمختګ په حال کې د نړۍ یو زیات شمیر هیوادونه د خپلو زیربناګانو د جوړولو په برخه کې د ترکیې نه د ماډل هیوادونه په توګه یادونه کوي‌‌ او استفاده کوي. یو زیات شمیره هیوادونه  " پدومره لنډه موده کې مو د هیواد د زیربناګانو کمبودي‌ او تشې څه ډول ډکې کړې ؟ " په اړه زمونږ نه د پوښتنې کوي‌ او مشورې غواړي. هغوې غواړي‌ چې زمونږ د تجاربو نه استفاده وکړي. هغه زیاته کړې ده چې ترکیه غواړي‌ د چین او اروپا ترمنځه په تجارت کې خپل سهم لوړ کړو. د اوکراین او روسیې ترمنځه جګړې د مرکزي‌ دهلیز اهمیت لا پسې ډیر کړی دی.

 

د صباح ورځپاڼې په ۲۰۲۱ کال کې د ترکیې اقتصادي‌ ودې په اړه یو خبر خپور کړی دی.

په خبر کې راغلي‌ دي‌ چې ترکیې اقتصاد په ۲۰۲۱ کال کې ۱۱ سلنه وده کړې ده چې پدې وده کې د صادراتو سهم ډیر لوړ دی. یو زیات شمیر شرکتونو تیر کال د صادراتو په برخه کې ریکارډ مات کړ. د استانبول د ونډو په بازار کې د ۳۱۱ شرکتونو نه یواځې ۲۴ شرکتونو تاوان کړی او ۲۲۴ شرکتونو قیمت ډیر زیات لوړ شوی دی. همداشان ۳۲ شرکتونو بیا تاوان په ګټه بدل کړی . پدې موده کې د ۲۴ شرکتونو ګټه ۱۰۰۰ سلنه لوړه شوې او د  ۱۳۰ شرکتونو ګټه بیا سلو سلو کې لوړه شوې ده .



اړوند خبرونه