د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ینې شفق ورځپاڼې " اردوغان : نړۍوال سیستم د لمنځه تلو په درشل کې قرار لري " د سرلیک لاندې په خبر کې په نړۍوال سیستم د ولسمشر اردوغان نیوکو ته ځای ورکړی دی. ورځپاڼې د ولسمشر اردوغان له قوله لیکلي دي چې په سوریه کې د روانې ۱۱ کلنې تراژیدۍ، افغانستان، عراق، بوسنیا هرزګوینا، رواندا، اراکان ، لیبیا او یمن په ګډون په هیوادونو کې د روانو وینو تویدنو، غمونو او دردونو یواځنی لامل نړۍواله اداره او امنیتي سیستم دی. د نړۍوال سیستم ضعف او کمزوري د هرې پيښې د رامنځته کیدو نه وروسته لا په څرګنده توګه ښکاره کیږي. هغه وویل چې نړۍ د پنځو نه لویه ده او د یوې لا عادلې نړۍ رامنځته کول ناممکنه ندي.
د حریت ورځپاڼې " ترکیه په سیمه کې د سولې، رفاه ، هوساینې او امنیت غوښتونکی یو هیواد دی " د سرلیک لاندې په خبر کې د ولسمشر اردوغان څرګندونو ته ځای ورکړی دی. په خبر کې د ولسمشر اردوغان له قوله لیکل شوي دي چې ترکیه په سیمه کې د سولې، رفاه ، هوساینې ، امنیت او استقرار غوښتونکی یو هیواد دی. ترکیې خپل دا دریځ او چلند په عراق، سوریه، قفقاسونو، تورې بحیرې ، مدیترانې ، بالکان او د نړۍ په هر ګوټ کې د رامنځته شوو پيښو او ستونزو پر مهال ښودلی دی. همداشان د تورې بحیرې په شمال کې زمونږ د دوو دوستو هیوادونو اوکراین او روسیې ترمنځه رامنځته شوې ستونزه د مذاکراتو، ډیپلوماسۍ او خبرو اترو له لارې د غوښتنه کړې او دواړو خواوو ته مو بلنه هم ورکړې ده .
د خبرترک ورځپاڼې " ترکیه د مونتریکس کنواسیون ټکی په ټکی عملي کوي " د سرلیک لاندې په خبر کې د مونتریکس د تنګیو د کنواسیون په اړه چې د روسیې او اوکراین ترمنځه د جګړې د رامنځته کیدو نه وروسته يي په اجنډا کې ځای نیولی دی د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو څرګندونو ته ځای ورکړی دی.
په خبر کې د چاووش اوغلو له قوله لیکل شوی دي د مونتریکس د تنګیو کنواسیون چې په ۱۹۳۶ کال کې لاسلیک شوی دی د ترکیې لخوا ټکی په ټکی تطبیقیږي. چاووش اوغلو ویلي دي چې ترکیې ددې کنواسیون له مخې ټولو هغه هیوادونو ته چې د ترکیې سره ګډې سمندري پولې لري او یا يي نلري د ترکېې د تنګیو نه د جنګي کښتیو د نه تیرولو په اړه خبرداری ورکړی دی. څه چې مونتریکس کنواسیون حکم کوي مونږ هغه عملي کوو او ددینه وروسته به يي هم عملي کولو ته دوام ورکړو.
د وطن ورځپاڼې " ترکش ایرلاینز اوکراین او مالدیف ته خپلې ټولې الوتنې د مارچ تر ۱۵ مې نیټې وځنډولې " د سرلیک لاندې لیکلي دي چې ، د فبروري په ۲۴ نیټه د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل د پيلیدو او د اوکراین هوايي حریم د هوايي ټرافیک پر مخ د تړل کیدو نه وروسته ترکش ایرلاینز اوکراین او مالدیف ته ځنډولې الوتنې د مارچ تر ۱۵ مې نیټې پورې وځنډولې. ددې سربیره ترکش ایرلاینز د روسیې سوچي ، روستوف او بیلاروس د مینسک ښارونو ته هم خپلې الوتنې د مارچ تر دویمې نیټې ځنډولي دي.
د صباح ورځپاڼې " په تیرو لسو کلونو کې تر ټولو چټکه او لویه اقتصادي وده " د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې په ۲۰۲۱ کال کې د ۲۰۲۰ کال په پرتله ۱۱ سلنه اقتصادي وده کړې ده . دا په تیرو ۱۰ کلونو کې د ترکیې د تر ټولو ستره او چټکه اقتصادي وده ده. ترکیې ددې انداره اقتصادي ودې سره د جي شل هیوادونو په کتار کې لومړی ځای او د اقتصادي پرمختیا او همکاریو سازمان په منځ کې دریم مقام خپل کړ.
د ترکیې په اقتصادي وده کې تر ټولو ستر او رغنده رول صادراتو لوبولی دی. همداشان د ترکیې د صنایع تولیداتو کچه د پام وړ لوړه شوې .