د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1769775
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

د خبرترک ورځپاڼې " د ملي‌ امنیت شورا  په اعلامیه کې په روسیې او اوکراین د اعتدال غږ شوی دی " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې ملي شورا تیره ورځ‌ ولسمشر اردوغان په مشرۍ غونډه وکړه. د ملي‌ امنیت شورا د غونډې د پای په اعلامیه کې په روسیې او اوکراین د اعتدال غږ شوی دی. په اعلامیه کې راغلي‌ دي‌ چې د روسیې او اوکراین ترمنځه د تاوتریخوالي‌ د کچې لوړیدل د هیچا په ګټه ندي. نه د دواړو خواوو او نه هم د سیمې. د همدې امله دواړه خواوې اعتدال ته رابولو.

 

د سټار ورځپاڼې " پوتین د ولسمشر اردوغان بلنه ومنله " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ کرملین ویاند دیمیتري‌ پیسکوف وویل چې ولسمشر ولادیمیر پوتین ترکیې ته د ولسمشر رجب طیب اردوغان بلنه د ډیر ممنونیت سره ومنله. هغه وویل چې ولسمشر پوتین به خپل پروګرام او کرونا ویروس پراخې وبا ناروغۍ وضعیت ته په کتو سره په مناسب وخت کې ترکیې ته سفر وکړي.

 

د حریت ورځپاڼې " د چاووش اوغلو لخوا د روسیې او اوکراین ترمنځه د بحران په اړه پيغام " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو چې د روسیې او اوکراین د روان کړکیچ په اړه څرګندونې کولې وویل ، دا کړکیچ او تاریخوالی باید په جګړې بدل نشي. زمونږ هیله د اوکراین سره د مذاکراتو دوام دی.

 

د صباح ورځپاڼې " په بشري‌ مرستو بار د ترکیې د ښېګڼې ریل د افغانستان پر لورې حرکت وکړ " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په هدایت افغانستان ته د بشري‌ مرستو انتقالوونکو ریل ګاډو نه لومړی تیره ورځ د ټرانسپورت وزیر عادل قره اسماعیل اوغلو او کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو په ګډون د ځانګړو مراسمو په ترڅ‌ کې د افغانستان پر لورې حرکت وکړ. د ویلو ده چې پدې ریل ګاډي‌ کې ۷۵۰ ټنه بشري‌ مرستې بار دي چې د ایران او ترکمنستان نه په تیریدو سره به افغانستان ته ورسیږي.

 

د ینې شفق ورځپاڼې " د ترکیې درې سترې د ډریل یا برمه کارۍ کښتۍ به په توره بحیره کې په هممهاله توګه د ګازو پلټنون پيل کړي‌ " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، ترکیې چې په توره بحیره کې د ګازو د پلټنون په ترڅ‌ کې تر اوسه پورې ۵۴۰ میلیارده متر مکعب ګاز موندلي‌ دي‌ په سیمه کې د ګازو پلټون چارو ته دوام ورکوي. د ترکیې د یاوز په نامه د ډریل یا برمه کارۍ پرمختللې کښتۍ به د مارچ په میاشت کې په خپلې دندې پیل وکړي. پدې ډول به د ترکیې د ډریل یا برمته کارۍ درې سترې او پرمختللې کښتۍ فاتح، قانوني‌ او یاوز په هممهاله توګه کار وکړي. همداشان موندل شوي‌ ګاز به هم تر ۲۰۲۳ کاله پورې ترکیې ذخایرو ته په راانتقال پيل وشي.



اړوند خبرونه