د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1767332
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبرترک ورځپاڼې " د صنایع او ټکنالوژۍ وزیر : ترکیې په ۲۰۲۱ کال کې د صنعتي ملکیتونو غوښتنلیکونو  او تسجیل کې مثبت پرمختګ کړی دی "  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د صنایع او ټکنالوژۍ وزیر مصطفی ورانک وویل چې په ۲۰۲۱ کال کې د کرونا ویروس د روانې پراخې وبا ناروغۍ سره سره په ترکیه کې د صنعتي ملکیتونو غوښتنلیکونو او تسجیل په برخه کې ډیر زیات مثبت پرمختګ شوی دی. تیر کال د ۳۵۲ جغرافیوي نښو د تسجیل سره په ترکیه کې تسجیل شوو جغرافیوي نښو شمیره ۹۹۰ ته لوړه شوه. دم ګړۍ د اروپايي ټولنې په مخکې  ۷ تسجیل شوي جغرافیوي نښې لرو.

 

د حریت ورځپاڼې " بایرقدار اقنجي تعرضي  الوتکو د لومړنۍ صادراتو په اړه تړون لاسلیک شو" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د دفاعي صنایع رئیس اسماعیل دیمیر وویل چې د ترکیې لخوا د ډرون الوتکو د صادراتو په چوکاټ کې د لومړي ځل لپاره د تعرضي په وسلو سمبال ډرون الوتکو د صادراتو په اړه تړون لاسلیک شو.

هغه وویل چې ترکیې د لومړي ځل لپاره تعرضي په وسلو سمبال ډرون الوتکو صادرات پیل کړل.

 

د ینې شفق ورځپاڼې " په امریکا کې د یو میلیون ډالرو بودیجې خاوند څانګې ته ترک ډاکټر وټاکل شو " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د امریکا د ارکانساس د طبي علومو پوهنتون د پزې، غوږونو، ستوني، سر او غړي د جراحي  پوست ته د ترکیې نامتو ډاکټره اوزلم تولون ای اوغور وټاکل شوه.

 

د صباح ورځپاڼې " د ختیځ ایکسپرس ریل ګاډي  د خیالي نړۍ په څیر سفر د نړۍ په رسنیو کې پراخه انعکاس موندلی " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د فرانسې د اژانس فرانس پرس خبري اژانس د ترکیې د ختیځ ایکسپرس ریل ګاډي د خیالۍ نړۍ په څیر ډیر ښکلي او په زړه پوري مسافرت په اړه یوه خبر نشر کړی دی. فرانس پرس خیالي مسافرت تر عنوان لاندې خبر خپور کړی دی . همداشان د انګلستان د انډیپنډنټ ورځپاڼې بیا د ختیځ ایکسپرس ریل ګاډي نه د نړۍ تر ټولو د ښکلو ۴ ریل ګاډو د یو په توګه یادونه کړې ده .

د ایرونیوز خبري سایټ هم د ختيځ ایکسپرس ریل ګاډي د ښکلي او په زړه پورې سفر په اړه خبر نشر کړی دی. ایرونیوز لیکلي دي چې د ختيځ ایکسپرس ریل ګاډي سره افسانوي سفر د پلازمینې انقرې نه پیلیږي او اناتولیا د غرونو او فرات د تپو نه په تیریدو سره خپل منزل ته رسیږي.

 

د صباح ورځپاڼې " د ژمنیزو رخصتیو په خاطر ډله ډله ترکیې ته راروان دي " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکې د سیاحتي نماینده ګیو د ټولنې رئیس فیرو باغلي قایا وویل چې ترکیې د ژمنیزو سپورتونو ، د ښه کیفیت  سکي بازاۍ د مرکزونو او د ژمنیزو رخصتۍ د ډیرو پرمختللو مرکزونو او تفریګاو له پلوه د بهرنیو لپاره تر ټولو زیات د خوښې هیواد دی. پدې وروستیو کلونو کې د ژمنیزو رخصتیو تیرولو لپاره هم ډیری بهرني وګړي ترکیې ته ترجیح ورکوي. په ترکیه کې د واورو او طبعیت د ښکلا نه لذت وړي.

دم ګړۍ په ترکیه کې د تیر کال په پرتله د ژمنیزو رخصتیو په سیمو کې هوټلونه ۹۰ سلنه ډک دي. د سیلانیانو شمیره ۵ برابره لوړه شوې ده .



اړوند خبرونه