د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1764164
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د حریت ورځپاڼې " د ولسمشر اردوغان لخوا د فتو ترهګري سازمان په اړه مهم پیغام " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د البانیا په پلازمینه تیران کې د نوموړي هیواد د لومړي وزیر ایدي راما سره د تړونونو د لاسلیک په مراسمو او ګډه خبري غونده کې مهمې څرګندونې وکړې. ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل چې د فتح الله ګولن ترهګريز سازمان په خلاف په مبارزه کې د البانیا نه د لا زیاتې همکارۍ تمه لرو. هغه وویل د بې ګناه او معصومو انسانانو په وینو يي لاسونه سره دا ترهګری سازمان یواځې د ترکیې لپاره نه بلکې په هر هیواد او سیمه کې چې فعالیت ولري د هغوې لپاره ستر ګواښ تشکیلوي. مونږ هیله کوو چې البانیا د فتح الله ګولن ترهګريز سازمان پر خلاف لا ګړندي  او غوڅ ګامونه اوچت کړي.

 

د صباح ورځپاڼې " البانیا لومړی وزیر : ولسمشر اردوغان په خپله خبره ولاړ یو شخصیت دی " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان البانیا ته د خپل سفر په چوکاټ کې تیره ورځ ددې هیواد د لاچ په ښار کې د ترکیې لخوا د زلزله ځپلو لپاره د جوړي  ښارګوټي د پرانیستو په مراسمو کې ګډون وکړ. د البانیا لومړي وزیر ایدي رامي پدې مراسمو کې په خپله وینا کې وویل چې " ډیری خلک وخت نا وخته د ولسمشر اردوغان سره زما د کلکۍ دوستۍ په اړه پوښتنه کوي. ددې خبرې ځواب ډیر ساده دی. ولسمشر اردوغان په خپله خبره ولاړ او یو قاطع شخصیت دی. باور وکړۍ چې په ننۍ نړۍ او ډيپلوماسۍ ښاغلی چاووش اوغلو ډیر ښه پوهیږي چې د قاطع انسانانو موندل اسانه خبره نده. "

 

د سټار ورځپاڼې " پریکړه لیک لاسلیک شو: ددینه وروسته درمل د ترکیې نه راځي"

د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ګرجستان بازار د ترکي درملو پر مخ پرانیستل شو. د ګرجستان لومړي وزیر عراقلي ګاري باشویلي د ګرجستان بازار د ترکي درملو پر مخ د پرانیستو پریکړه لیک لاسلیک کړ. ددینه وروسته به ګرجستان ته درمل د ترکیې نه ورځي.

 

د خبرترک ورځپاڼې " په ترکیه کې د لمر د برښنا انرژۍ ظرفیت ۷۸۱۶  میګاواټو ته ورسید " د سرلیک  لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې د لمر نه د برښنا د تولید ظرفیت په تیرو اتلو کلونو کې د ۴۰ میګاواټو نه ۷۸۱۶ میګاواټو ته لوړ شو. یواځې تیر کال په ترکیه کې د لمر نه د برښنا د تولید ظرفیت ۱۱۴۹ میګاواټه لوړ شوی دی.

 

د وطن ورځپاڼې " انتالیا ته د راغلو سیلانیانو شمیره د تیر کال د جنوري د میاشتې په پرتله ۳ برابره لوړه شوې " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د روانې کال د جنوري  د میاشتې د لومړي او ۱۶ مو نیټو ترمنځه انتالیا ولایت ته د هوايي لارو څخه ۷۸۵۳۸ تنه سیلانیان راغلي دي. د ویلو ده چې پدې موده کې د انتالیا په هوايي دګر کې ۸۰۸ الوتکو ناسته کړې ده . دا رقم د ۲۰۲۱ کال د جنورې د لومړي او ۱۶ مو نيټو په پرتله درې برابره دی. د ویلو ده چې تر ټولو ډیر د روسیې او جرمني  ګرځندویان راغلي دي.



اړوند خبرونه