د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1751341
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د حریت ورځپاڼې ″ د ترکیې ځايي او ملي واکسین بیړنۍ استفادې ته اجازه ورکړ شوه ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې جوړ شوي  د کرونا ویروس ملي واکسین ترکو واک د عاجلې استفادې لپاره اجازه ترلاسه کړه. د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې د کرونا ویروس ضد ځايي او ملي واکسین ترکو واک د نن نه په اعتبار سره د عاجلې استفادې اجازه ترلاسه کړه. واکسین استفادې او نورمال تولید ته چمتو دی او په نورمال تولیداتو مو پيل وکړ. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ترکیه کې جوړ شوی د کرونا ویروس ضد ځايي‌ او ملي‌ واکسین   ( ترک واک )  د بیړنۍ استقادې د اجازې د ترلاسه کولو نه وروسته د نورمالو تولیداتو د پيلولو په خاطر په جوړو شوو مراسمو کې د ویدیو کنفرانس له لارې  ګډون وکړ.

ولسمشر اردوغان پدې مراسمو کې خپله وینا د دې واکسین د جوړولو او تولید په برخه کې زیار او زحمت ویستوونکو هر تن په جلا جلا توګه مننه وکړه.

ولسمشر اردوغان وویل چې په ترکیه کې  د کرونا ویروس پراخې وبا ناروغۍ ضد  واکسین جوړیدل او تولیدل یو ډیر مهم ګام دی. دا زمونږ د هیواد او ټولو لپاره ډیره مهمه خبره ده.

لکه څرنګه چې پوهیږۍ ترکیې د کرونا ویروس پراخې وبا ناروغۍ په دوره کې په هغه وخت کې چې ماسکونه  او طبي‌ توکي‌ او سامان الات نه پيدا کیدل د یو زیات شمیر هیوادونو سره خپل ماسکونه او طبي‌ تجهیزات او توکي‌ وویشل. همداشان د بهر نه مو ترلاسه کړي‌ د کرونا ویروس ضد واکسین هم د خپلو نږدې دوستو هیوادونو سره وویشه. خو په ترکیه کې د کرونا ویروس ضد واکسین تولیدل یو ډیر مهم پرمختګ دی. انشاالله چې دا واکسین به هم د ټولې نړۍ او بشریت په اختیار کې ورکړو. د نورو سره به خپل دا واکسین وویشو.

د ینې شفق ورځپاڼې ″ د ترکیې د ملي شورا رئیس : د بالکان د سیمو سوله او دایمی  استقرار د اروپا او نړۍ د سولې لپاره ډیره مهمه ده ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي شورا رئیس مصطفی شنتوپ د صربستان د ملي شورا رئیس اویجا داچیچ سره په پلازمینه بلګراد کې لیدنه وکړه. شنتوپ وروسته په خبري غونډه کې پوښتنې ځواب کړې. هغه وویل چې د بالکان د سیمې سوله او دایمي  استقرار یواځې د سیمې او بالکان د هیوادونو لپاره نه بلکې د اروپا او ټولنې نړۍ د سولې لپاره ځانګړي اهمیت لري.

د سټار ورځپاڼې ″ قزاقبیوف ترکي سوداګرو ته بلنه ورکړه ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د قیرغیزستان د بهرنیو چارو وزیر روسلان قزاقبیوف د قیرغیزستان او ترکیې ترمنځه د موجودو اقتصادي  او تجاري  اړیکو د لا پیاوړي  کولو په خاطر ترکي سوداګرو او پانګه والو ته په قیرغیزستان کې پانګه والۍ ته بلنه ورکړه.

د صباح ورځپاڼې ″ ترکي  اچار تر ټولو ډیر جرمني، هالنډ او امریکا ته صادریږي ″ د سرلیک لاندې لیکلي  دي، ترکیې د روان کال په تیرو ۱۱ میاشتو کې د ۳۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت اچار صادر کړي  دي. تر ټولو ډیر اچار جرمني ته صادر شوي دي. جرمني ته ۷۶ میلیونو ډالرو په ارزښت اچار صادر شوي دي. همداشان هالنډ ته د ۴۷ میلیونو او امریکا ته بیا ۳۲ میلیونو ډالرو اچار صادر شوي  دي. همداشان انګلستان ته د ۲۵ میلیونو او رومانیا ته د ۱۱ میلیونو په ارزښت اچار صادر شوي دي.

د وطن ورځپاڼې ″ انتالیا ولایت ته د راغلو سیلانیانو شمیره د ۹ میلیونو تنو نه واوښته″ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د روان میلادي کال پدې وروستیو ورځو کې هم انتالیا ولایت ته سیلانیان راراون دي. د انتالیا ولایت د کولتور او ګرځندوی ریاست د شمیرو له مخې سږ کال انتالیا ولایت ته د هوايي لارو ته د راغلو سیلانیانو شمیره د ۹ میلیونو تنو نه اوښتې ده.



اړوند خبرونه