د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1750465
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

د خبرترک ورځپاڼې " د افریقا کې د تجاري‌ حجم هدف ۷۵ میلیارده ډالره " د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د ترکیې او افریقا ترمنځه تجاري‌ حجم چې ۵ عشاریه ۴ میلیارده وو نن ورځ ۳۰ میلیاردو ډالرو ته رسیدلی دی. اوس زمونږ هدف دا رقم لومړی ۵۰ میلیاردو ډالرو او وروسته ۷۵ میلیارده ډالرو ته رسول دي.

اردوغان وویل ترک ملت  هغه ملت دی  چې په تاریخ باندې د استثمارګرۍ  توره لکه  پورې نده. مونږ به د افریقا د لویې وچې سره د مساواتو او ګټې ګټې پر بڼسټ ولاړ همکاریو کچه لا پسې پياوړې کړو.

 

د حریت ورځپاڼې " د مالیې وزیر : ګټه به یواځې د ترکیې اقتصاد وکړي " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د خزانې او مالیې وزیر نورالدین نیباتلي وویل چې د ترکیې ولسمشر ښاغلي‌ رجب طیب اردوغان لخوا تیره ورځ د اعلان شوي‌ شانداره اقتصادي پروګرام سره د ترکيې کرنسۍ د ډالرو او نورو بهرنیو اسعارو په مقابل کې ډیر زیات ارزښت ترلاسه کړ. ترکیه به د خپل نوي‌ اقتصادي‌ پروګرام خپل لارې ته دوام ورکړي. هیڅوک باید شک او شپهه ولري‌ چې ګټه به یواځې او یواځې د ترکیې اقتصاد وکړي.

 

د صباح ورځپاڼې " د ارمنستان سره متقابلې الوتنې پيلیږي " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې ترکیه به د سیمې د استقرار په خاطر د مهمو ګامونو اوچتولو ته دوام ورکړي. پدې چوکاټ کې به د ترکیې او ارمنستان ترمنځه په متقابل ډول الوتنې پيل شي.

همداشان د ارمنستان سره د اړیکو د نورمالولو په خاطر په متقابله توګه ځانګړي‌ استازي‌ ټاکل شوي‌ دي او هر څه ژر به مخامخ لیدنه وکړي. بعضې شرکتونه به په راتلوونکو ورځو کې الوتنې پیل کړي. ترکیه د ارمنستان سره د اړیکو د نورمالولو په اړه ټول ګامونه د اذربایجان سره په سلامشوره کې اوچتوي.

 

د سټار ورځپاڼې " د ترکیې لخوا د ملګروملتونو د امنیت شورا پر خلاف سخت غبرګون" د سرلیک لاندې لیکلي دي‌ ، په ملګروملتونو سازمان کې د ترکیې دایمي‌ استازي‌ فریدون سینیرلي‌ اوغلو د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود. هغه وویل چې د امنیت شورا لخوا په ټویټر کې هشتګونه ښه دي‌ خو دا هشتګونه چا ته کور او یا ډوډۍ نه ورکوي. زه ډاریږم چې زمونږ راتلوونکی نسل د ملګروملتونو د امنیت شورا د هشتګونو په نامه ونه نوموي. امنیت شورا هره میاشت راټولیږي‌ او بیا په ټویټر کې یو هشتګ نشروي‌ او بس. ایا د امنیت شورا دنده یواځې په ټویټر کې یو هشتګ نشرول دي؟ ایا زمونږ د لاسه بل هیڅ کار نه راځي؟ مونږ باید پدې ځان پوه کړو چې د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا د سوریې د خلکو یواځنی او وروستی چانس دی. امنیت شورا د هشتګ نشرولو پر ځای که چیرې د سوریې د ستونزې د حل په اړه واقعي‌ ګامونه اوچت کړي‌ دا به ډیر ښه وي.

 

د ینې شفق ورځپاڼې " ترکیې په افریقا او اسیا کې ۱۸ میلیونو تنو انسانانو ته د څښاک اوبه برابرې کړي‌ دي " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د ملکي‌ ټولنو او دولتي‌ ادارتو لخوا د اسیا او افریقا لویو وچو په ۲۲ هیوادونو کې څه باندې ۳۴ زره او پاکو اوبو کوهیان کیندلي‌ دي او فعاله کړي‌ دي. پدې دوو لویو وچو کې ۱۸ میلیونو تنو انسانانو ته پاکې اوبه برابرې کړي‌ دي.

پدې هیوادونو کې چې هر کال په اوسط ډول د کولرا، اسهال او نورو ورته ناروغیو له امله ۴۸۵ زرو تنو ژوند د لاسه ورکو خلکو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوي‌ دي. همداشان پدې برخه کې د نوو پروژو په عملي‌ کولو هم پیل شوی دی.



اړوند خبرونه