د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د حریت ورځپاڼې " اردوغان : د خلیج خلک زمونږ سکه ورورنه دي " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني دوه په دوه د لیدنې نه وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځه د ۱۵ متقابلو تړونونو د لاسلیک په مراسمو کې ګډون وکړ. د ویلو ده چې د ترکیې او قطر ترمنځه په ۱۵ جلا جلا برخو کې تړونونه لاسلیک شول. ولسمشر اردوغان وروسته په قطر کې د ترکي ځواکونو د قومندانۍ نه لیدنه وکړه. ولسمشر اردوغان دلته په خپله وینا کې وویل چې ترکیه د قطر په ګډون د خلیج سیمې سولې ، امنیت او ثبات ته ځانګړی اهمیت ورکوي. مونږ پدې خاوره کې هیڅډول ستونزه او ناامني نه غواړو. دا خلیج خلک چې د هر قوم، مذهب خاوندان دي ټول زمونږ سکه ورونه دي.
د ینې شفق ورځپاڼې " ترکیې ته د انګلستان پیغام : ستاسې سره اتحاد ته چمتو یو " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د انګلستان د دفاعي او امنیتي فورم رئیس اولګا میتلانډ د ترکیې لخوا د ملي امنیت په برخه کې د اوچتو شوو ګامونو نه ستاینه وکړه او وویل چې مونږ غواړو د ترکیې سره پدې برخو کې معلومات شریک کړو. هغه وویل چې مونږ باید چې ترکیه د خپل یو ډیر نږدې متفق په توګه ومنو.
د سټار ورځپاڼې " طالبانو ترکي شرکتونو ته په افغانستان کې د پانګه اچونې بلنه ورکړه" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت معین مجیب الرحمان عمر وویل چې په لومړي ګام کې ترکي او بیا د نړۍ ټولو پانګه والو ته په افغانستان کې د پانګه اچونې بلنه ورکوو. هغه وویل چې په ځانګړې توګه ترکي شرکتونو ته په افغانستان کې د پانګه اچونې بلنه ورکوو.
صباح ورځپاڼې " ترکیه د نړۍ ۳۳۵ نقطو ته الوتنې کوي " د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیه د هوانوردۍ په برخه کې ودې او پرمختګ ته دوام ورکوي. ترکیې چې په ۲۰۰۳ کال کې یواځې د نړۍ د ۵۰ هیوادونو ۶۰ نقطو ته الوتنې درلودې نن ورځ يي دا رقم ۳۳۵ ته لوړ کړی دی. ترکیه نن ورځ د نړۍ ۱۲۸ هیوادونو ۳۳۵ نقطو ته د الوتنو د ترسره کولو سره د نړۍ تر ټولو د قوي او ستر هوايي شرکت خاوند دی.
د خبرترک ورځپاڼې " ام اس سي کروز سیاحتي کښتۍ په ۲۰۲۲ کال کې ترکیې ته خپل سفرونه له سره پیلوي " د سرلیک لاندې لیکلی دي، ام اس سي کروز سیاحتي کښتیو شرکت د ۲۰۲۲ کال کې د اوړي په میاشت کې مدیترانې ته خپل سیاحتي پروګرامونه له سره پیلوي.
د یاد شوي شرکت مشر ویلي دي چې ترکیې ته له سره د سفرونو د پیلولو له امله ډیر خوښ دی.