د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د حریت ورځپاڼې " اردوغان : ترکي میرمنو یو زیات شمیر حقونه د اروپايي میرمنو نه مخکې ترلاسه کړي دي " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ترکیه کې ښځو ته د انتخاب او انتخابیدو د حق ورکول کیدو نه ۸۷ کلیزې په مناسبت یو پیغام خپور کړ. ولسمشر اردوغان پدې پیغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې ترکي میرمنو ته یو زیات شمیر حقونه د اروپايي میرمنو نه مخکې ورکړ شوي دي.
د سټار ورځپاڼې " د ملګروملتونو لخوا د استانبول پریکړه " د سرلیک لاندې لیکلي دي، ملګروملتونو سازمان د نړۍوالو عملیاتي ادارتو مرکز د جینیوا نه استانبول ته د راانتقالولو پریکړه وکړه.
د ویلو ده چې لومړی به د بشري چارو دفتر استانبول ته راانتقال شي. همداشان ددې سربیره د ملګروملتونو سازمان اړوند ۸ نور سازمانونه په استانبول کې د دفتر پرانیستو لپاره په چارو پيل کړی دی.
ترکیې بهرنیو چارو وزارت مرستیال یاوز سلیم کران وویل چې د ملګروملتونو سازمان دا پریکړه استانبول د ملګروملتونو سازمان د عمومي مرکز د کوربه توب هدف ته یو ګام بل هم نږدې کړ.
د خبرترک ورځپاڼې " د ۲۵ کلونو نه وروسته د لیبیا نه لومړنۍ مساپر وړونکې کښتۍ ترکیې ته راغله " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ۲۵ کلونو ځنډ نه وروسته د ترکیې او لیبیا ترمنځه پيل شوې د کښتیو سیرو سفر چارو په ترڅ کې لومړنۍ کښتۍ ترکیې ته راورسیده او د ایزمیر ولایت د ال سانجک په بندر کې لنګر واچوه.
د ویلو ده چې دا سیرو سفر په ترځ کې به په اونۍ کې یوه کښتۍ سفر وکړي .
د ینې شفق ورځپاڼې " د بارسلونا د تړون ۲۲ کنفرانس په انتالیا کې جوړیږي " د سرلیک لاندې لیکلی دي، د بارسلونا تړون ۲۲ کنفرانس د دسمبر د ۷ او لسو نیټو ترمنځه په انتالیا ولایت کې جوړیږي.
د صباح ورځپاڼې " د جاپان د سیاحتي نماینده ګیو ټولنې د نړۍ تر ټولو ښکلي سیاحتي کلي انتخاب کړل " د سرلیک لاندې لیکلي دي،د جاپان د سیاحتي نماینده ګیو ټولنې د اروپا تر ټولو ښکلي ۳۰ کلي انتخاب کړل. پډې کلونو کې د بورسا ولایت ګول یازي کلی هم شتون لري.