د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1731769
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د صباح ورځپانې ″ د اتاترک نه په محبت او درنښت سره یادونه کوو ″ د سرلیک لاندط لیکلي دي نن د نوامبر لسمه نیټه ده چې د ترکیې جمهوریت د بنسټ ایښودونکی غازي مصطفی کمال اتاترک د مړینې د ۸۳ یم تلین سره سمون خوري.

ترکیه د غازي مصطفی کمال اتاترک نه چې د خپل ۵۷ کلونو عمر په اوږدو کې د ملت او وطن د خپلواکۍ په خاطر د سیاسي  او پوځي پلوه هره مبارزه په ډیر بریالیتوب سره ګټلې او خپل نوم يي د ترکیې او نړۍ په تاریخ کې په زرینو ټکو لیکلی دی، د هغه په ۸۳ یم تلین کې د هغه نه په محبت او درنښت سره یادونه کوي.

 

د خبرترک ورځپاڼې ″ د اتاترک د مړینې ۸۳ تلین لمانځنه کیږي ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې جمهوریت موسس غازي مصطفی کمال اتاترک  یواځې د ترکیې د خپلواکۍ د جګړې قوماندان نه بلکې د ترسره کړو انقلابونو سره په نړۍ کې د یو نابغه قوماندان او سیاستوال په توګه خپل نوم د زرینو ټکو سره په تاریخ کې ثبت کړ. اتاترک د ۱۹۳۸ میلادي کال د نوامبر په لسمه نیټه  د سهار په ۹ بجو او ۵ دقیقو د استانبول د دولمه باغچه په ماڼۍ کې ددې نړۍ نه رحلت وکړ.

 

د حریت ورځپاڼې ″ د نوامبر لسمه د اتاترک د تلین په اړه د ملي شورا د رئیس پيغام ″  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي شورا رئیس مصطفی شنتوپ  د ترکیې جمهوریت د موسس غازي مصطفی کمال اتاترک د مړینې د ۸۳ تلین په مناسبت پیغام خپور کړی دی.

شنتوپ په خپور کړي پیغام کې ددې خبرې په پيغام کې لیکلي دي چې ، اتاترک د ترک ملت سره یو ځای د نړۍ د ۷ قارو پر خلاف  د خپلواکۍ په مبارزه او مجادله کې نمونه د مثال مشرۍ او ادارې سره تل د ترکیې ملي ګټې په لومړیتوب کې نیولي او د پوره خپلواکۍ، د پر افتخاره او روښانه راتلونکي او علمي پرمختګ او ودې په خاطر هڅې کړي دي. اوس زمونږ دنده د هغه ددې میراث نه حفاظت کول دي.

 

د ینې شفق ورځپاڼې ″ د اقلیم په اړه نوې دوره ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې چې لنده موده مخکې د پاریس د اقلیم تړون لاسلیک کړ او وروسته د ملي شورا لخوا تصویب شو نن په رسمي توګه نافذ شو. ددې تړون سره ترکیې ته برابریدونکې ۳ میلیارده او ۱۵۷ میلیونه ډالرو سرچینې نه به د لمر او باد په څیر د نوې کیدونکو انرژۍ په برخو کې د پانګه اچونو نه د ملاتړ، د زرغون او پاکو صنعي  پارکونو په جوړولو او زیرک کرنیز سیستم او اوبو د حفاظت په لاره کې په مصرف ورسیږي.

هدف تر ۲۰۵۳ کاله پورې په ترکیه کې د اقلیم ککړتیا صفر ته راټیټول دي.

 

د سټار ورځپاڼې ″ قزاقستان به هیڅکله د ترکیې دا تاریخي  اقدام هیر نکړي ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د قزافستان د خپلواکۍ د ۳۰ کلیزې په مناسبت د ترکي ژبو جمهوریتونو سامپوزیم جوړ شو. په انقره کې د قزاقستان سفیر افضل صفربیکولي پدې سامپوزیم کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې  قزاقستان د خپلواکۍ د اعلانولو نه وروسته ترکیه لومړنی هیواد وو چې د قزاقستان خپلواکي په رسميت وپیژندله. د همدې امله د قزاقستان خلک به د ترکیې دا تاریخي اقدام هیڅکله هم هیر نکړي.



اړوند خبرونه