د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ینې شفق ورځپاڼې ″ اردوغان : ترکیه د کرونا ویروس پر خلاف مبارزه په ډیره بریالۍ توګه پر مخ وړي ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي، ولسمشر اردوغان پرون د کابینې د غونډې نه وروسته په هیواد کې د کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې په اړه مهمې څرګندونې وکړې.
هغه وویل چې ترکیه په نړۍ کې د کرونا ویروس د پراخې وبا ناروغۍ پر خلاف مبارزه د نږدې نه تعقیبوي. همداشان دا مبارزه مخکې د مخکې نه د قوي تدابیرو د نیولو سره په ډیره بریالۍ توګه پر مخ وړي. د پراخې وبا ناروغۍ دویم کال پوره کیږي.
همداشان د کرونا ویروس نوې څپې او نوو بڼو په رامنځته کیدو سره ددې ویروس په اړه وړاند وینو او تحقیقاتو نه هم خپه اړوي او بشریت تهدیدولو ته دوام ورکوي.
د صباح ورځپاڼې ″ د تاریخي بري په لومړۍ کلیزه کې د ترکیې د پوځ مشرانو هم ګډون کړی وو ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار د لوی درستیز او قوتونو د قوماندانانو په ګډون د یو ستر هیئت په ملګرتیا اذربایجان ته سفر وکړ. هغه د قوماندانانو سره په ګډه د قره باغ د ستر بري د لومړۍ کلیزې په مراسمو کې برخه واخیسته. اکار پدې مراسمو کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې ″ ترکیه تل د ورور هیواد اذربایجان ترڅنګ ولاړ دی. زمونږ دا ورورولي د عزل نه پيل شوې او تر ابده به دوام وکړي. ″ همداشان اکار په ارمنستان غږ وکړ چې د دښمنۍ د سیاستونو نه لاس واخلي او سولې د فرصت نه ښه استفاده وکړي.
د سټار ورځپاڼې ″ اردوغان یو ډیر پياوړی لیډر دی او د تجربو نه باید مستفید شو ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د بوسنیا هرزګوینا د خلکو د مجلس د عالي دیوان غړي باقر عزت بیګویچ وویل چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یو ډیر پیاوړی او قوي لیډر دی . ډیر ښه مناسبات لرو او د ولسمشر اردوغان د قوي تجربو نه باید مستفید شو.
د حریت ورځپاڼې ″ ۱۱۵ هیوادونو ته د ۱۴ عشاریه ۴ میلیونو ډالرو په ارزښت د چای صاردات″ د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې د ۲۰۲۱ میلادي کال د جنوري او اکتوبر د میاشتو ترمنځه د نړۍ ۱۱۵ هیوادونو ته د ۱۴ نیم میلیونو ډالرو په ارزښت چای صادر کړی دی.
د خبرترک ورځپاڼې ″ انتالیا د ګرځندوی په برخه کې خپل بهرني رقیبان ټول شاته پریښودل ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ګرځندوی مرکز انتالیا ولایت چې د نړۍ د هر ګوټ نه سیلانیان د ځان پر لورې راکاږي سږ کال يي په مدیترانه کې د ګرځندوی د سیمو په منځ کې تر ټولو د ډیرو ګرځندویانو کوربه توب وکړ. د مدیترانې د ګرځندوی او هوټلدارانو ټولنې رئیس ارکان یاغجي وویل چې انتالیا ولایت د روان کال د سپټمبر د میاشتې تر وروستیو پورې د خپل تر ټولو نږدې رقیب د اسپانیا د مایورکا د ټاپو ګانو په پرتله د دوه برابره ګرځندویانو کوربه توب کړی دی. پداسې حال کې چې پدې موده کې د اسپانیا د مایورکا ټاپو ته ۳ میلیون تنه سیلانیان تللي دي انتالیا ولایت ته بیا څه باندې ۸ نیم میلیونه تنه ګرځندویان راغلي وو.