د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1728613
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې ” د ولسمشر اردوغان ویاند ابراهیم قالن : ترکیې چوکاټ کې مات کړ “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ابراهیم قالن تیره ورځ په استانبول کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې ترکیه نور په موټي کې نه ځایږي. نن ورځ ترکیه هغه پخواني ترکیه نده چې ګوتڅنډڼه وکړي . ترکیې په تیرو ۱۵ او ۲۰ کلونو کې ټول هغه څه وکړل چې ورته به ویل کیدل چې دا کار نشې کولی. اجازه نه درکوو.

 

د حریت ورځپاڼې ” د ترکیې کورنیو چارو وزیر د یونان د کډوالو او پناه د وزیر میتراکیس سره لیدنه وکړه “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو پرون د رسمي سفر په ترڅ کې ترکیې ته راغلي د یونان د کډوالو او پناه وزیر نوتیس میتراکیس سره لیدنه وکړه.

دا لیدنه چې د رسنیو نه د بندو دروازو تر شا ترسره شوه د کډوالۍ ، ترهګرۍ پر خلاف مبارزې او امنیتي مسئلو په اړه پکې خبرې او تبادل د نظر وشو.

 

د صباح ورځپاڼې  ” بیل ګیټس او جیف بیزوس د ترکیې بودرم ښار ته راغلي دي “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د مایکروسافټ شرکت بڼسټګر بیل ګیټس او د امازون د شرکت بڼسټګر جیف بیزوس د خپلو لوکسو کښتیو سره د ترکیې بودروم ښار په بندر کې لنګر اچولی دی. د ویلو ده چې نوموړي  د تیرو لسو ورځو راهیسې د ترکیې ایزمیر، ایدن او موغلا ولایتونو سواحلو نه په لیدنه بوخت دي. همداشان نوموړو د بیل ګیټس د زوکړې د ورځې د لمانځولو په خاطر د بودروم ښار ته ترجیح ورکړې ده .

 

د خبرترک ورځپاڼې ”  د ترکیې د صادراتو او وارداتو ترمنځه کسر مخ په کمیدو دی “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې سږ کال د صادراتو په برخه کې په پرله پسې ډول ریکارډونه مات کړل. همداشان په ترکیه کې صادرات د وارداتو ۹۳ عشاریه ۴ سلنې ته رسیدلي دي. د صادراتو او وارداتو ترمنځه کسر یواځې ۶ عشاریه ۶ سلنې ته راټیټ شوی دی.

 

د سټار ورځپاڼې ” ویکتوریا زینب ګونیش تاریخي بری ترلاسه کړ “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ملي ښځینه لامبو وهونکې ویکتوریا زینب ګونیش د اروپا د لنډ واټن لامبو د اتلولیو په سیالیو کې په ۴۰۰ متره انفرادي مکس کټګورۍ کې د سرو زرو د مډال په ګټولو سره ترکیې ته ستر ویاړ ورپه برخه کړ.

نوموړې په خپله برخه کې د اروپا اتلولي  وګټله.



اړوند خبرونه