د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ینې شفق ورځپاڼې " ملي استخباراتو د داغلیجا په برید کې ګډون کوونکي ترهګر د عراق په شمال کې له منځه یوړل " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي استخبارتو منسوبینو په ۲۰۱۲ کال کې د حقاري ولایت د داغلیجا په سیمه کې په ترهګري برید کې ګډون کوونکي دوه تنه ترهګر چې په نتیجه کې ۸ تنه سرتیري په شهادت رسیدلي وو تیره ورځ د عراق په شمال کې د ځانګړو عملیاتو په نتیجه کې له منځه یوړل. ملي استخباراتو د شهید شوو سرتیرو غچ واخیست.
د حریت ورځپاڼې " د نړۍوال بانک لخوا د ترکیې د اقتصادي ودې په اړه نوی اټکل " د سرلیک لاندې لیکلي دي، نړۍوال بانک په ۲۰۲۱ کال کې د ترکیې د اقتصادي ودې په اړه خپل اټکل ۳ عشاریه ۵ لمبر لوړ کړ او ۸ عشاریه ۵ ته لوړ کړ. نړۍوال بانک ددینه مخکې په ۲۰۲۱ کال کې د ترکیې لپاره ۵ سلنه اقتصادي وده اټکل کړې وه.
د صباح ورځپاڼې " استانبول هوايي ډګر د نړۍ دویم تر ټولو ښه هوايي ډګر وټاکل شو " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د استانبول هوايي ډګر د نړۍ تر ټولو د ښو هوايي ډګرونو نه د خپلې د اړولو سره د مساپرو لپاره د سفر په برخه کې نه هیریدونکې شیبې ورپه برخه کوي. د استانبول هوايي دګر داځل یوه بله ډیره مهمه جایزه وګټله. د نړۍوال د سیاحت مشهورې مجلې کونډي ناست تریولرز چې مرکز يي په نیویارک او لندن کې دی یوه ټولپوښتنه کړې کړې ده چې په نتیجه کې استانبول هوايي ډګر د نړۍ دویم تر ټولو د ښه هوايي ډګر په توګه ټاکل شوی او د جایزې لایق ګڼل شوی دی.
د خبر ترک ورځپاڼې " د خزانې او مالیې وزیر ایلوان د خپل فرانسوي سیال سره لیدنه وکړه" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د خزانې او مالیې وزیر لطفي ایلوان تیره ورځ د فرانسې په پلازمینه پاریس کې د خپل فرانسوي سیال لیدنه وکړه.
د ترکیې د مالیې وزیر وویل چې د فرانسې د مالیې وزیر سره په لیدنه کې د اقلیم د بدلون پر خلاف د مبارزې د سیاستونو او دوه اړخیزو همکاریو د پرمختګ په اړه ډیره مهمه او ګټوره لیدنه وکړه.
د سټار ورځپاڼې " د یاوز انرژۍ پلټنې کښتۍ د خپل نوي کاري ادرس پر لورې حرکت وکړ " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د یاوز په نامه د نفتو د پلټنې کښتۍ د نفتو او ګازو د پلټنو په چارو کې د ګډون په موخه تیره ورځ د استانبول نه د تورې بحیرې پر لورې حرکت وکړ.