د ترکیې د ورځپاڼو سرکي‌

د ترکیې د ورځپاڼو سرکي‌

1712812
د ترکیې د ورځپاڼو سرکي‌

 

د ینې شفق ورځپاڼې « اردوغان: په سوریه کې سوله په اصل کې د ترکیې او روسیې پورې اړوند ده. » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ روسیې ته د خپل سفر په ترڅ کې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدنه وکړه. ولسمشر اردوغان پدې لیدنه کې په ډیرو مهمو مسئلو خبرې وکړې.

پدې لیدېنه کې چې په ځانګړې توګه د سوریې په اړه خبرې وشوې. ولسمشر اردوغان د لیدنې نه مخکې خبري‌غونډې ته وویل چې د سوریې په اړه د ترکیې او روسیې لخوا په ګډه کار کول او د ګامونو اوچتول ځانګړی اهمیت لري. د سوریې سوله په اصل کې د ترکیې او روسیې پورې تړلې ده .

 

د خبرترک ورځپاڼې « نیویارک ټایمز د ولسمشر اردوغان د مرکې دویمه برخه نشر کړه » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اس ۴۰۰ توغندیو په اړه د امریکا د نیوکو پر خلاف ډیر سخت غبرګون په ښودولو سره وویل " که چیرې امریکا پر ترکیې د پاتریوت دفاعي‌ توغندیو سیستم پلورلی وی ترکیه به هیڅکله د  روسیې  نه د اس ۴۰۰ دفاعي‌ توغندیو  اخیستو ته مجبوره شوي‌ نوی."

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې کړي‌ دي.

ولسمشر اردوغان پدې مرکه چې هغه ادعاګانې چې ګواکې ترکیې د روسیې نه د اس ۴۰۰ توغندیو د رانیولو سره ناټو سازمان ته ستر زیان رسولی دی په کلکه توګه رد کړې او وویل چې مونږ هغوې پخپله دې کار ته مجبوره کړو.

 

د وطن ورځپاڼې « د ترکیې او اوکراین ترمنځه تاریخي‌ تړون » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د اوکراین د دفاع وزارت او ترکیې د بایکار ټکنالوژۍ د شرکت ترمنځه بې پیلوته الوتکو د سرویس او تعلیم ګډ مرکز د جوړولو په اړه تړون لاسلیک شو. ددې تړون له مخې د ترکیې د بایکار ټکنالوژۍ شرکت به د اوکراین د پوځ اړوند د واسیلکوف په سیمه کې د بې پيلوټه الوتکو د سرویس ، مدرنیزه او تعلیم لپاره مرکز جوړ کړي. د ویلو ده چې اوکراین د ترکیې نه ۷ دانې ټي بي ۲ ډرون الوتکې پیرودلي‌ دي.

 

د صباح ورځپاڼې « ترکیه د نوې کیدونکې انرژۍ د تولید په برخه کې په نړۍ کې په ۱۲ کتار کې ځای لري » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د انرژۍ او طبعي‌ زیرمو وزیر فاتح دونمز وویل چې ترکیه دم ګړۍ د نوي‌ کیدونکې انرژۍ د تولید په برخه کې په نړۍ کې په ۱۲ م ځای کې قرار لري. همداشان په اروپا کې په پنځم کتار کې ځای لري. ترکیه د لمر او بادي‌ انرژۍ د تولید په برخه کې په نړۍ کې نمونه د مثال هیواد دی. ترکیې پدې برخه کې پانګه والۍ ته هم زور ورته کړی دی.

 

د حریت ورځپاڼې « فرانسوي‌ شرکتونه په ترکیه کې خپله سرمایه ګداري‌ ډیروي » د سرلیک لاندې لیکلی‌ دي، د فرانسې د بهرني‌ تجارت او پانګه والۍ وزیر وویل چې د ترکیې او فرانسې ترمنځه دوه اړخیزه سوداګرۍ حجم پدې وروستیو کې ډیر مهم ځای سویې ته رسیدلی دی. تیر کال د دواړو هیوادونو ترمنځه په متقابل ډول سره ۱۴ میلیارده ایرو تجارت شوی دی. پدې وروستیو میاشتو کې دا کچه نوره هم لوړه شوې ده او تمه کیږي‌ چې سږ کال ۱۶ میلیاردو ایرو ته لوړ شوي.



اړوند خبرونه