د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبرترک ورځپاڼې « ترکي ځواکونه د افغانستان نه په بشپړه توګه راوځي » د سرلیک لاندې لیکلی دي، د ترکیې د ملي دفاع وزارت د افغانستان نه د ترکي ځواکونو د راویستو پریکړه وکړه. دفاع وزارت ویلي دي چې د مختلفو تماسونو او موجودو شرایطو د ارزونو نه وروسته د افغانستان نه د ترکي ځواکونو د راویستو پریکړه کړې ده . ددې هیواد نه د ترکي ځواکونو د راویستو بهیر پيل شو.
د وطن ورځپاڼې « د ولسمشر اردوغان لخوا د طالبانو په اړه څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د بیتلیس ولایت د اخلات په ولسوالۍ کې د بهرنیو هیوادونو د سفیرانو په ویاړ جوړې شوې د ماښام په میلمستیا کې د افغانستان په اړه مهمې څرګندونې وکړې. ولسمشر اردوغان وویل چې په افغانستان کې باید یو هر اړخیز حکومت جوړ کړی شي. دم ګړۍ مونږ د طالب مشرانو پیغامونو ته په ډیره احتیاطانه ډول سره خوشیبني ښایو. طالبان باید دا خبره په خبرو کې نه بلکې په عمل کې ثابته کړي.
د سټار ورځپاڼې « اردوغان : د نړۍ په ټولو مهمو مسئلو کې د دخیل او خبرې خاوند په یو هیواد بدل شوي یو » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د مالازګیرت ستر بري د ۹۵۰ کلیزې په مناسبت د بتلیس ولایت د اخلات په ولسوالۍ کې جوړو شوو مراسمو ته وینا وکړه. ولسمشر اردوغان وویل چې پرون ترکیه د خپلو پولو په منځ کې د چا خبره د هر څه په شتون کې د نشتوالي مبارزه کوله، خو نن ورځ زمونږ هیواد په سیمه او نړۍ کې په هره مهمه مسئله کې دخیله او د خبرې خاوند په یو هیواد بدل شوی دی.
د ینې شفق ورځپاڼې « د ترکیې د ځايي واکسین ترکو واک د دریم فاز د چارو په چوکاټ کې رضاکارانو ته د واکسین په تطبیق پيل شوی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د قیصري ولایت د ایرجیس پوهنتون او د روغتیا وزارت او ترکیې د روغتیايي انیسیتیوت د ریاست په همکارۍ جوړ شوي د کرونا ویروس واکسین ترک واک د دریم فاز د چارو په چوکاټ کې په رضاکارو هیوادوالو د واکسین تطبیق چارې پيل شوې.
د صباح ورځپاڼې « استانبول هوايي ډګر د ۲۰۵۰ کاله پورې د صفر کاربندای اکساید تعهد کوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د استانبول هوايي دګر د هوايي ډګرونو د نړۍوالې شورا لخوا پيل شوي چې تر اوسه پورې پکې ۲۳۸ هوايي دګرونو ګډون کړی دی د ۲۰۵۰ کاله پورې د صفر کاربندای اکساید په تعهد کې ګډون وکړ.