د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ینې شفق ورځپاڼې « د ترکیې د کډوالو سیاست » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره شپه د یو خصوصي تلویزیون سره په مرکه کې د کډوالو په اړه د ترکیې د سیاست په اړه معلومات ورکړل. ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي په خاطر غوڅو ګامونو اوچتولو ته دوام ورکوي. د عراق او ایران سره په پولو کې مو د دیوارونو جوړولو چارې پیل کړي او تر ډیر حده بشپړې شوي دي. مونږ دا دنګ دنګ سمنټي ډیوارونه د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي په خاطر جوړو. پدې اړه چارې دوام لري. ډیر کار يي بشپړ شوی او لږ پاتې دی.
د وطن ورځپاڼې « د دفاع وزیر اکار د پاکستان د دفاع وزیر سره لیدنه وکړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار پاکستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په نوموړي هیواد کې لیدونو کتنو ته دوام ورکوي. هغه د خپلو لیدونو کتنو په ترڅ کې د پاکستان د پوځ د مشر باجوه، د دفاعي تولیداتو وزیرې زبیده جلال ، لومړي وزیر او ولسمشر سره هم لیدنې وکړې.
په لیدونو کې په دفاعي او امنیتي همکاریو او د فتو ترهګري سازمان پر خلاف د ترهګرۍ پر خلاف په مبارزې خبرې وکړې.
د حریت ورځپاڼې « د امریکا د کانګرس د غړیو یو بل مغرزانه اقدام » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په امریکا کې ارمني لابیانو ته نږدې د کانګرس ۲۷ تنو غړیو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ته د یو لیک په استولو سره ویلي دي چې د ترکیې د بایکار دفاعي صنایع شرکت لخوا جوړ شوي په وسلو سمبال او بې وسلو ډرون الوتکې په سویلي اسیا، قفقاز، شمالي افریقا، ختیځې مدیترانې او منځنۍ اسیا کې د امریکا ګټې د خطر سره مخامخ کړي دي.
نوموړو پدې لیک کې د امریکا لخوا ترکیې ته د ډرون ټکنالوژۍ په صادراتو د بندیز لګولو غوښتنه کړې ده .
د سټار ورځپاڼې « د نړۍ د تکنالوژۍ مهم شرکت په ترکیه کې په تولیداتو پيل وکړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د چین د زیرکو ټیلیفونونو نامتو شرکت ویوو د استانبول د ګبزې په سیمه کې د ۲۰ میلیونو ډالرو په پانګه اچونې فابریکه جوړه او د ټیلیفونونو په تولیداتو پيل وکړ. دا شرکت به په کال کې ۵ میلیونه زیرک ټيلیفونونه او پرجات تولید کړي. همداشان دې فابریکې ۲۰۰۰ تنو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده .
د صباح ورځپاڼې « ترکیه د سمندر باس کب په صادارتو کې په نړۍ کې لومړی مقام خپل کړ» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د سامسون او سینوپ د سمندري محصولاتو د تولیدونکو ټولنې رئيس عثمان پارلاک وویل چې ترکیه د سمندري باس کبانو په تولیداتو او صادراتو کې په نړۍ کې په لومړي مقام کې ځای لري.