د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د صباح ورځپاڼې « عمر چیلیک : ترکیه د هیچا د کډوالو کمپ ندی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د عدالت او پراختیا ګوند ویاند عمر چیلیک پدې وروستیو کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت لخوا د اعلان شوي مهاجرت پروګرام او کډوالو د وروستۍ څپې په اړه په غبرګون کې وویل " ترکیه د هیچا د کډوالو کمپ ندی خو هغه کسان چې له مرګه پناه راوړي د هغوې سره غیرې انساني چلند اخلاقي خبره نده. خو یو ځل بیا په ټینګار وایو چې ترکیه د چا د کډوالو کمپ ندی او پدې ډول يي ښودل هم سمه خبره نده."
د سټار ورځپاڼې « د ترکیې د ځايی واکسین په اړه ډیر ښه زیری ، سل په سلو کې اغیزمن دی» د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې جوړ شوی د کرونا ویروس ضد واکسین د کووید ۱۹ د انګلستان د بڼې پر وړاندې سل په سلو کې اغیزمن دی.
د ترکیې د ځايي او ملي واکسین پروژې مشر پروفیسور ډاکټر ای قوت اوز درندلي وویل چې ز مونږ ملي واکسین د کووید ۱۹ د انګلستان د بڼې دلتا پر وړندې سل په سلو کې اغیزمن دی.
د وطن ورځپاڼې « د اوغور شاهین لخوا د کرونا ویروس د دلتا بڼې په اړه څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د بیو ان تک د شرکت جګپوړي چارواکي پروفیسور ډاکټر اوغور شاهین وویل چې د بیو ان تک واکسین د کرونا ویروس د دلتا د بڼې پر ګډون د ټولو بڼو پر خلاف ډیر زیات اغیزمن دی. د همدې امله دم ګړۍ پدې واکسین کې د تغیراتو راوستل په نظر کې نلري.
د حریت ورځپاڼې « د ترکیې په اړه د ګرجستان د لومړي وزیر څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ګرجستان لومړي وزیر عراقلي ګاري باش ویلي وویل چې د ګاونډي او ستراتیژیک متحد هیواد ترکیې سره اړیکې او همکاریو زمونږ لپاره ځانګړی اهمیت لري.هغه وویل چې د ترکیې سره قوي ستراتیژیک شراکت لرو. همداشان زمونږ دوستي او همکاري هم ډیره ښه سویه کې قرار لري چې د همدې امله ددې هیواد سره قوي اړیکې او همکاري زمونږ لپاره ځانګړی اهمیت لري.
د خبرترک ورځپاڼې « د لمر او بادي انرژۍ په برخه کې یو تریلیون ډالره پانګه اچونه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د صنایع او تکنالوژۍ وزیر مصطفی ورانک وویل چې د راتلوونکو لسو کلونو په دننه کې د دولتي او خصوصي سکتور د بادي او لمر د انرژۍ په برخه کې د یو تریلیون ډالرو پانګه اچونې پلان جوړ کړی دی. پدې ډول ترکیه به د نوې کیدونکې انرژۍ نه تر وروستي حده ډیره استفاده وکړي. ترکیه غواړي چې د نفتو او ګازو نه ځان خپلواکه کړي.