د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1685392
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د وطن ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان ، د بلغاریا د ولسمشر رادیف سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې» د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د بلغاریا  د ولسمشر رومن رادیف سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې. پدې ټيلیفوني‌ خبرو کې‌ په ترکیه کې په ځنګلونو کې د روانو اورلګیدونو پر خلاف په مبارزه کې د همکارۍ او دوه اړخیزو اړیکو د ودې او پراختیا په اړه خبرې وکړې. ولسمشر اردوغان د بلغاریا د ولسمشر نه په ترکیه کې په ځنګلونو کې د روانې اورلګیدنې له امله د خواخوږۍ او همغږۍ د پيغام  او پدې مبارزه کې د همکارۍ او ملاتړ له امله مننه وکړه.

د ینې شفق ورځپاڼې « د ترکیې لخوا د امریکا د مهاجرت د پروګرام په اړه سخت غبرګون » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي‌ دي چې د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت پرون اعلان کړي‌ د مهاجرت پروګرام  له مخې په افغانستان کې ټولو هغه کسانو ته چې ددوې د ځواکونو ، موسساتو، خبري‌ رسنیو او اداراتو سره د ژباړونکي او مرستندویانو په توګه کار کړی وي  او د هغوې کورنیو ته پناه ورکوي. ددوې غوښتنلیکونه  د هغه اداراتو لخوا چې دوې ورسره کار کړی دی په دریم ګړو هیوادونو کې چې  ترکیې ته يي‌ هم پکې اشاره کړې ده منل کیږي.

امریکا متحده ایالتونو پرته ددې چې د ترکیې نه پوښتنه وکړي‌ او یا سلا مشوره وکړي‌ د ترکیې نوم پدې لست کې اضافه کړې ده چې دا زمونږ لپاره په هیڅډول د منلو وړ خبره نده.

ترکیه په تیرو ۷ کلونو کې په نړۍ کې تر ټولو د ډیرو  کډوالو کوربه توب کوي‌ چې د دریم ګړي‌ هیواد په خاطر د کډوالۍ د نوې څپې د منلو توان نلري.

د خبرترک ورځپاڼې « د ترکیې او روسیې ترمنځه د سوریې په اړه غونډه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ابراهیم قالن د سوریې لپاره د روسیې د ځانګړي‌ استازي‌ الکساندر لورانتیف  سره په پلازمینه انقره کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې لیدنه وکړه.

پدې لیدنه کې په سوریه کې په وروستیو پرمختګونو او سیاسي‌ بهیر په اړه خبرې وکړې. پدې لیدنه کې په ادلیب کې د اوربند په محافظت  او د موجود استقرار د لمنځه وړو په خاطر د هر ډول پارونکو اقداماتو نه په ډډه کولو ټینګار وکړ. همداشان دواړو خواوو په سیمه کې د پي واي ډي، وای پي‌ جي ، پي‌ کاکا او داعش ترهګرو ډلو پر ګډون  د ټولو ترهګرو ډلو او سازمانونو پر خلاف په قوي‌ مبارزې ټینګار وشو.

د صباح ورځپاڼې « د عراق په شمال کې پي کاکا ترهګري‌ سازمان ته ستر ګوزار » د سر لیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې وسله والو ځواکونو لخوا د عراق په شمال کې د پي کاکا ترهګري‌ سازمان پر خلاف روانو پوځي‌ عملیاتو په سلمه ورځ د پي‌ کاکا ترهګري‌ سازمان لپاره د حیاتي‌ اهمیت نه برښمند د اواشین سیمه په کامله توګه د ترهګرو نه تصفیه کړه. پدې عملیاتو کې د پي کاکا ترهګري سازمان د ۱۳ تنو جګپوړو چارواکیو په ګډون ۲۳۳ تنه ترهګر له منځه وړل شوي‌ دي. همداشان په هوايي بریدونو کې ۲۸ د مځکې لاندې تونلونه له منځه وړل وشي‌ دي. ۱۵۳۷ ماینونه او بمونه کشف او شنډ شوي‌ دي.

د حریت ورځپاڼې « یونسکو سازمان د نړۍوالو میراثونو لست خپور کړ » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د مالاتیا ولایت د باتال غازي‌ ولسوالۍ د ارسلان تپې غونډۍ  چې ددینه مخکې د  ملګروملتونو سازمان د نړۍوالو میراثونو په موقتي‌ لست کې ځای درلود په دایمي‌ لست کې شامله شوې ده . د ویلو ده چې ددې غونډې لرغونوالی د میلاد نه مخکې ۵ زرو کلونو ته رسیږي. هر کال ددې غونډې نه په لسګونو زره تنه سیلانیان لیدنه کوي. همداشان تر ننه پورې پدې سیمه کې د تاریخي‌ کیندونو په ترڅ کې تر ټولو زیات لرغوني‌ اثار موندل شوي‌ دي.

د ارسلان تپې ۷۰۰۰ کلنه غونډې په ۲۰۱۴ کال کې د یونسکو سازمان لخوا  د نړۍوالو میراثونو په موقتي‌ لست کې شامله شوې وه.



اړوند خبرونه