د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1684623
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبرترک ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان ، د تونس استقرار د سیمې لپاره ډیر مهم دی» د سرلیک لاندې لیکلي دي ولسمشر اردوغان  د تونس د ولسمشر قیس سعید سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.

دواړو مشرانو پدې ټیلیفوني‌ خبرو کې په دوه اړخیزو اړیکو، د تونس په وضعیت او وروستیو پرمختګونو او سیمه ایزو مسئلو خبرې او تبادل د نظر وکړ.

ولسمشر اردوغان د تونس ولسمشر ته ددې خبرې په ټینګار وویل چې د تونس امنیت، داخلي‌ استقرار او ثبات د سیمې د سلامتۍ له پلوه تر ټولو مهم دی. د همدې امله پدې وروستیو ورځو کې په تونس کې رامنځته شوي‌ پرمختګونه د ډیر نږدې نه تعقیبوي.

ولسمشر اردوغان وویل پوره باور لري‌ چې تونس  به هر څه ژر د روان وضعیت نه بهر شي‌ او په ډیره قوي‌ او پیاوړې توګه به دا ستونزمنده دوره شاته پریږدي. هغه وویل چې تونس په سیمه کې  په سوله ایزه او ډیموکراتیکه توګه د واک د انتقال په برخه کې نمونه د مثال او الهام ورکوونکی  هیواد دی. ددې په هیله چې د تونس د پارلمان ځنډول شوې چارې ددې ټولو ستونزو او مشکلاتو سره سره هر څه ژر پيل او نورمال حالت ته وګرځول شي. ځکه چې دا خبره هم د تونس او هم  د سیمې د ډیموکراسۍ لپاره هم ځانګړې اهمیت لري.

د وطن ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان د میلانوویچ نه مننه وکړه » د سرلیک لاندې لیکلي  دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان کروشیا د ولسمشر زوران میلانوویچ سره ټيلیفوني خبرې وکړې. ولسمشر اردوغان پدې ټیلیفوني  خبرو کې په ترکیه کې په ځنګلونو کې د رامنځته شوې اورلګیدنې له امله د کروشیا د هیواد د همغږۍ او مرستې له امله ددې هیواد د ولسمشر نه مننه وکړه. ولسمشر اردوغان وویل چې د متحدینو ترمنځه پیاوړې اړیکي  پداسې بدو ورځو کې لا زیاتې مهمې او اهمیت لري.

د ینې شفق ورځپاڼې « په صادراتو کې تاریخي  ریکارډ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې د  تیرو ۱۲ میاشتو صادراتو ۲۰۱ عشاریه ۵ میلیاردو ډالرو نه اوښتي‌ دي‌ چې دا د ترکیې د جمهوریت په تاریخ کې یو ستر ریکارډ دی. دا لومړی ځل دی چې زمونږ کلني‌ صادرات د ۲۰۰ میلیاردو ډالرو نه اوړي.

سږ کال د جنوري‌ او جولای د میاشتو ترمنځه  تیر کال همدې میاشتې په پرتله د هیواد صادرات ۳۵ سلنه لوړ شوي‌ دي. حتا د ترکیې صادرات د ۲۰۱۹ کال   جنوري‌ او جولای د میاشتو د صادراتو نه هم لوړ شوي‌ دي.

پدې موده کې د هیواد د بهرني‌ تجارت کسر ۵ سلنه راټیټ شوی دی.

د حریت ورځپاڼې « د ترکیې د سیاينسپوهانو لخوا د طب په برخه کې  د انقلاب په څیر کشف » د سرلیک لاندې لیکلي  دي ، د ترکیې یوې ښځینه ساینسپوهې رابعه توغچه یازي جي ګیل د ایندوسکوپي تشخیص په خاطر د نخودو د دانې په اندازه د کپسول په ډول یوه ځانګړې اله کشف او جوړه کړې ده . دا اله د  ناروغ لخوا د تیرولو نه وروسته د عاضمې د سیستم نه د تیریدو پر مهال په سیستم کې د ناروغۍ تشخیصوي او د متخصص ټیلیفون یا کمپیوټر ته معلومات لیږي. ویل کیږي  چې دا اله کیدای شي چې د یو زیات شمیر ناروغیو د مخکې نه د تشخیص په برخه کې ډیره زیاته مرسته وکړي.

د صباح ورځپاڼې « په اولمپیات کې د ترکيې د والیبال د لوبډلې راتلوونکی رقیب معلوم شو» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د والیبال ښځینه ملي  لوبډلې د توکیو ۲۰۲۰ اولمپیاتو د سیالیو په ترڅ کې تیره ورځ د روسیې لوبډلې ته ۳ د ۲ په مقابل کې د ماتې په ورکولو سره کواټر فاینل ته لار پیدا کړه.

د ترکیې ملي  لوبډله به په کواټر فاینل کې د نیمه پایلولې لپاره د سویلي کوریا د لوبډلې سره سیالي وکړي.

دا سیالي به د چار شنبې پر ورځ  د اګست په څلورمه د ترکیې په ځايي وخت په ۳ بجو ترسره شي.   

 



اړوند خبرونه