د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د حریت ورځپاڼې « د ترکیې لخوا یونان ته یاداشت ورکړل شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د یونان سره په پوله کې د یونان له لوري نه د ډزو په نتیجه کې په ترکیه کې د یو تن د وژل کیدو نه وروسته یونان ته یاداشت ورکړ.
د سټار ورځپاڼې « د ټکنالوژۍ وزیر : په نږدې راتلوونکې کې نوي پړاو ته داخلیږو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکېې د تکنالوژۍ او صنایع وزیر مصطفی ورانک وویل چې د ترکیې د کرونا ویروس واکسین وروستي پړاو ته داخل شوی دی. هغه وویل چې زمونږ د هیوادوالو د فداکارۍ او سرخندنې په نتیجه کې د ترکیې ځايي او ملي د کرونا ویروس واکسین وروستي پړاو ته رسیدلی دی. انشاالله چې هر څه ژر به د واکسین د دریم فاز په چارو پيل وشي. اټکل کیږي چې دا واکسین به د کرونا ویروس د ټولو نوو ډولونو پر خلاف ډیر اغیزمن وي.
د ینې شفق ورځپاڼې « د سمندر په تل کې د غځيدونکې نللکې په تولید پيل وشو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکېې د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر فاتح دونمز وویل چې د تورې بحیرې ګازو د انتقال په خاطر د سمندر په تل کې د ۱۶۹ کیلومتره په اوږدوالي سره غځیدونکي نللیکې په جوړولو پيل وشو. انشاالله چې ددې نللیکې سره به په توره بحیره کې تولید شوي ګاز د هیوادوالو استفادې ته راانتقال کړو.
د خبرترک ورځپاڼې « د ژوندي کبانو د انتقال د نړۍ تر ټولو سترې کښتې په جوړولو مو پيل وکړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د صنایع او ټکنالوژۍ وزیر مصطفی ورانک وویل چې د ترکیې د یالووا ولایت د التنوا په ولسوالۍ کې د جیمره په نامه د کښتۍ جوړولو په فابریکه کې د ژوندي کبانو د انتقال د نړۍ تر ټولو د سترې کښتۍ د جوړولو چارې پیل شوې.
هغه وویل چې دا کښتۍ به ناروې ته صادره شي. ددې کښتۍ چارې به انشاالله چې په ۲۰۲۳ کال کې پایته ورسیږي.
د صباح ورځپاڼې « استانبول ته د تیرو ۱۶ میاشتو په دننه کې تر ټولو ډیر سیلانیان د جون په میاشت کې راغلي دي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې په چوکاټ کې د لګول شوو تدابیرو د لرې کیدو نه وروسته د جون په میاشت کې استانبول ته ۶۸۴ زره او ۶۲۱ سیلانیان راغلي دي. دا شمیره په تیرو ۱۶ میاشتو کې تر ټولو لوړه شیمره وه.
د ویلو ده چې پدې موده کې تر ټولو زیات د جرمني سیلانیان راغلي دي. د تیرې جون په میاشت کې د جرمني نه ۷۰ زره ۹۸۹ سیلانیان راغلي دي چې پدې ډول يي په لومړي کتار کې ځای نیولی دی.
همداشان په دویم کتار کې د ایران، په دریم کتار کې د امریکا ، په څلورم کتار کې اوکراین ، په پنځم کتار کې عراق ، په شپږم کتار کې فرانسې او په اوم کتار کې بیا د روسیې ګرځندویان ځای نیولی دی.