د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1676289
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې " د جولای په ۱۵ مه یو ځل بیا په زرګونو تنه لارو او سړکانو ته راووتل" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، په ترکیه کې د فتح الله ګولن ترهګري‌ سازمان لخوا د ۲۰۱۶ کال د جولای په ۱۵ مه نیټه د ترسره شوي‌ خونړۍ کودتا پنځه کاله پوره شو. په هغه شپه د ولسمشر رجب طیب اردوغان په بلنه په سلګونو زره تنه هیوادوالو لارو او سړکانو ته راووتل او د قهرمانۍ داستان يي ولیکه. د کودتاچیانو خیال يي په اوبو لاهو کړ. د جولای د ۱۵ مې کودتا د پنځمې کلیزې له امله تیره شپه یو ځل بیا په زرګونو تنه هیوادوال لاړ او سړکانو ته راووتل او هم يي د شهیدانو نه یادونه وکړه او هم يي د کودتاچیانو پر خلاف خپل ستر بری ولمانځه.

 

د حریت ورځپاڼې " ولسمشر اردوغان : د سترې او پیاوړې ترکیې پر وړاندې هیڅوک خنډ جوړولی نشي " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جولای ۱۵ مه د ډیموکراسۍ او ملي یووالي‌ د ورځې په مناسبت ملت ته په خطاب کې په خپله وینا کې وویل چې زمونږ د ملت پر خلاف د خاین او خراب نیت خاوندان به هیڅکله هم خپلو شومو موخو ته ونه رسیږي. لکه څرنګه چې پرون ناکامه شوي‌ دي‌  نن ورځ‌ هم په ناکامۍ محکوم دي‌ او کامیاب به نشي. انشاالله چې سبا به هیڅ بریالي‌ نشي. د لوی او پياوړې ترکیې د جوړولو پر وړاندې هیڅوک خنډ جوړولی نشي.

 

د وطن ورځپاڼې " د جولای ۱۵ د ډیموکراسۍ موزیم پرانیستل شو " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ولسمشرۍ ماڼۍ په مخکې جوړ شوي‌ د جولای د ۱۵ مې د ډیموکراسۍ موزیم چې د فتح الله ګولن ترهګري‌ سازمان لخوا د ترسره شوي‌ خونړۍ کودتا په اړه پکې خلکو ته معلومات ورکوي‌ پرانیستل شو. پدې مراسمو کې د ولسمشر اردوغان سربیره د هغه میرمن آمنې اردوغان هم ګډون کړی وو. په موزیم کې د کودتا پر مهال د هیوادوالو یادښتونو او هغه شپې خاطراتو ته ځای ورکړی دی.

 

د خبرترک ورځپاڼې "  د ملي‌ یووالي‌ معنوي‌ قوت  سمبول " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي،د فتوګولن ترهګري سازمان لخوا  د ۲۰۱۶ کال د جولای د ۱۵ مې نیټې په شپه د ترسره شوې کودتا د شپې په څیر د ملي‌ یووالي‌ او اتحاد د معنوي‌ سمبول  په جوماتونو کې نعتونه او دعاګانې  یو ځل د هیواد په ۸۱ ولایتونو کې په ۹۰ زرو  جوماتونو کې  تکرار شوې. د شپې په ۱۲ بجو او ۱۳ دقیقو د هیواد په ګوټ ګوټ کې د ۹۰ زرو جوماتونو د منارو نه د دعاګانو غږونه اوچت شول.

 

د سټار ورځپاڼې " د نړۍ تر ټولو د مشهور میدان نه غوڅ پيغام : ترکیه صعب العبور دی " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د امریکا متحده ایالتونو د نیویارک ښار تر ټولو په مشهور میدان ټایمز کې په سترو سترو دجیتال پردو کې د جولای په ۱۵ مه د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان لخوا د ترسره شوې خونړۍ کودتا په اړه خلکو ته معلومات ورکړل. همداشان د ترک ملت ستر مقامت او د بریا مبارزه نړۍ ته وښودل شوه.



اړوند خبرونه