د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1675234
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

د صباح ورځپاڼې " اردوغان د چین د ولسمشر سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې "  د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د چین د ولسمشر شي‌ جین پینګ سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې.

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست ویلي دي‌ چې ولسمشر اردوغان د چین د ولسمشر سره په ټیلیفوني‌ خبرو کې  تجارت ، پانګه اچونې، انرژۍ، ټرانسپورت او روغتیا د مسئلو سربیره د ترکیې او چین په اړیکو ، سیمه ایزو او نړۍوالو مسئلو خبرې وکړې.

همداشان ولسمشر اردوغان د چین ولسمشر ته ددې خبرې په ټنیګار وویل چې په چین کې د اویغور ترکانو د چین د وګړو سره د مساوي‌ حق او حقوقو او  د ازادۍ  ورکولو غوښتنه وکړه. دا مسئله د ترکیې له پلوه ډیر زیات اهمیت لري.

 

د حریت ورځپاڼې " د بهرنیو چارو وزارت لخوا د یونان پر خلاف ډیر سخت غبرګون " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د ترکیې د ګالاتا سرای د فوټبال ملي‌ لوبډله چې د یونان د  اولمپیاکوس د فوټبال د لوبډلې سره د سیالۍ په موخه یونان پلازمینې اتن ته تللی وو په هوايي ډګر کې ورسره د ترسره شوي‌ بد چلند په اړه  ترکیې ډیر سخت غبرګون وښود. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په انقره کې د یونان سفیر د بهرنیو چارو وزارت احضار کړ. ترکیې د اتن په هوايي ډګر کې د ترکیې د ګالاتا سرای د لوبډلې سره د بد چلند په اړه اعتراضي‌ یاداشت ورکړ. پدې اعتراضي‌ یاداشت کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي‌ دي‌ چې د یونان دا چلند د نړۍوالو  قواعدو ، نورمونو او دوستۍ سره په ټکۍ کې یو عمل دی.

 

د وطن ورځپاڼې " د دفاع وزیر اکار لخوا د افغانستان په اړه څرګندونې " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د ملي‌ دفاع وزیر خلوصي‌ اکار د ترکیې د ملي‌ دفاع وزیر خلوصي‌ اکار وویل چې  د افغانستان د پلازمینې کابل د حامد کرزي‌ نړۍوال هوايي ډګر د امنیت د مسئلې په اړه لیدنې کتنې ډیرې مثبتې روانې دي.

هغه په پلازمینه انقره کې خبري‌ غونډې ته وویل چې د حامد کرزي‌ د هوايي ډګر د مسئلې په اړه  مذاکرات  او تماسونه د انقرې د غوښتنو سره سم  په ډیره مثبته توګه پرمخ روان دي.

هغه وویل چې " زمونږ یواځنی هدف او غوښتنه  د افغان ورورنو  امنیت او هوساینه ده."

هغه زیاته کړه چې " غواړم ووایم که چیرې د کابل هوايي ډګر وتړل شي  د اروپايي ټولنې، ناټو غړیو هیوادونو او نور هیوادونه به د افغانستان نه خپل ډیپلوماټان وباسي. دا مسئله به افغانستان د یو ډول انزاوا سره مخامخ کړي. په اصل کې دا هیوادونه مجبوریږي‌ چې د افغانستان نه خپل ډیپلوماټان وباسي. ځکه چې په کوم ځای کې چې هوايي ټرانسپورت  او مخابراتو اسانتیاوې نوي‌ او تر ټولو مهم پدې برخو کې امنیت نوي‌ هلته څوک  نه پاتې کیږي.

افغانستان د انزوا سره مخامخیدل زمونږ لپاره د منلو وړ خبره نده ځکه چې افغانستان زمونږ ورور هیواد دی.

 

د خبرترک ورځپانې " د صنایع وزیر : د مې په میاشت کې د تولیداتو انډکس د اقتصادي‌ ودې په اړه هیلې لا زیاتې کړي‌ دي " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د صنایع او ټکنالوژۍ وزیر مصطفی ورانک وویل چې د مې په میاشت کې د هیواد تولیداتو انډکس ته په کتو سره  کلني‌ تولیدات ۴۰ سلنه او میاشتنیو تولیداتو کچه یو عشاریه ۳ سله لوړ شوي‌ دي. دې مسئلې د د ۲۰۲۱ کال په دویمه ربع کې د ترکیې د اقتصادي‌ ودې په اړه هیلې او امیدونه لا پسې زیات کړي‌ دي.

د سټار ورځپاڼې " یونان ګډوال په زور سره ترکیې لورې ته رالیږي " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو کمشنر یلوا  یوهانسون  وویل چې یوناني‌ ځواکونه په سمندرنو کې کډوال په ناقانونه توګه بیرته د ترکیې پر لورې ټیل وهي او زور سره ترکیې لیږي. هغه ویلي‌ دي‌ چې د یونان دا چلند د اروپايي ټولنې د ارزښتونو نه ښکاره تیری دی.



اړوند خبرونه