د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ینې شفق ورځپاڼې « په ترکیه کې د کرونا ویروس د تدابیرو په چوکاټ کې په اونۍ کې دوه ورځنی قرنطین یوې ورځې ته راټيټ کړی شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د کابینې د غونډې نه وروسته د کرونا ویروس د تدابیرو په چوکاټ کې نیول شوي نوي تصامیم اعلان کړل. ولسمشر اردوغان وویل چې په ترکیه کې د کرونا ویروس یو اندازه د کنټرول لاندې د نیول کیدو له امله د جون د میاشتې په اوږدو کې به په اونۍ کې دوه ورځنی عمومي قرنطین یواځې یوه ورځ یعنې د یکشنبې په ورځ دوام وکړي. همداشان ددې سربیره د شپې لخوا قرنطین به د شپې د لسو بجو نه د سهار تر پنځو بجو دوام وکړي. ولسمشر اردوغان وویل چې د نوو تصامیمو له مخې به په هیواد کې د جون د لومړۍ نیټې یعنې د سې شنبې د ورځې نه په اعتبار سره ټول رستورانتونو، کافې خونو او سپورت سالونونه ته د یکشنبې د ورځې نه پرته نور د اونۍ شپږ ورځې د سهار د ۷ بجو نه د شپې تر نهو بجو د فعالیت اجازه ورکړ شي.
د حریت ورځپاڼې « د چاووش اوغلو لخوا د امریکا په اړه څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وویل چې د امریکا نوی حکومت د ترکیې سره د لا ښو اړیکو په اړه لیواله دی. هغه وویل چې د امریکا لخوا ترکیې ته د اس ۴۰۰ سیستم نه کار مه اخلۍ وړاندیز په هیڅډول د منلو وړ ندی.
هغه وویل چې د امریکا ولسمشر بایدن د ولسمشر اردوغان سره په ټیلیفوني خبرو کې وویل چې تاسې او مونږ دواړو په اړیکو کې د موجودو ستونزو د حل غوښتنه لرو. خو ددې کار په خاطر موجودې ستونزې باید حل کړو.
د خبرترک ورځپاڼې « ناټو د ترکیې د وسله والو ځواکونو ظرفیت وستایه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په رومانیا کې د ناټو سازمان د ۲۶ غړیو هیوادونو په ګډون په تطبیقاتو کې چې ۳۰ زرو تنو سرتیرو ګډون کړی وو د ترکیې وسله والو ځواکونو د ډیر پياوړي قابلیت او ظرفیت د ټولو پاملرنه ځانته رااړولې وه.
ناټو سازمان ترکي ځواکونه وستایل او تقدیر يي کړل.
د صباح ورځپاڼې «نړۍ د کارګو ۲ ډرون الوتکو په اړه خبرې کوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ملګرو ملتونو سازمان لخوا په خپور شوي یو راپور کې د ترکیې ساخت د کارګو ۲ په نامه د ډرون الوتکو نه ډیره زیاته ستاینه کړې ده . په راپور کې ویل شوي دي چې ددې ډرون الوتکو توان او پیاوړتیا د نړۍ په تاریخ کې ساری نلري.
دا الوتکې چې په پرمختللي ټکنالوژۍ سمبال دي په لیبیا کې د خلیفه حفتر ځواکونو په مقابل کې په جګړه کې ډیر مهم بری او لاسته راوړنه کړې ده چې د ټولې نړۍ پام يي ځانته رااړولی وو.
د سټار ورځپاڼې « ترکیې د روان کال په لومړنۍ ربع کې ۷ سلنه اقتصادي وده کړې ده » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې د ۲۰۲۱ کال په لومړنۍ ربع کې د اقتصادي همکاریو د پراختیا سازمان د غړیو هیوادونو په په منځ کې تر ټولو ډیره اقتصادي وده کړې ده .
ترکیې پدې ربع کې ۷ سلنه اقتصادي وده کړې ده .