د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ینې شفق ورځپاڼو « د سیویلا نقشې نه لاس واخلۍ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د یونان د ټو ویما ورځپانې سره په مرکه کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې یونان په ختیځه مدیترانه کې د هغه سیمو په اړه چې پرې د حاکمیت ادعاء کوي د سیویلا نقشې لاس واخلي. هغه ویلي دي چې د یونان لخوا هغه حساب او کتاب چې غواړي ترکیه پولې د ایژې او مدیترانې د ډیرو کمو سواحلو سره محدودې کړي غلط حساب کتاب دی. دا غواړم چې یو ځل بیا ووایم چې یونان باید ددې ډول غلطو اقداماتو نه لاس واخلي.
د سټار ورځپاڼې « د ترکیې د ټرانسپورت او بڼسټیزو چارو وزیر: د قره باغ د بیاجوړونې په برخه کې به د اذربایجان سره به ګډه کار وکړو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ټرانسپورت او بڼسټیزو چارو وزیر اسماعیل قره اسماعیل اوغلو وویل چې د قره باغ د بیارغونې په برخه کې به د اذربایجان سره په ګډه کار او همکاري وکړو. د ترکیې جمهوریت تجربې به د هغوې سره شریکې کړو.
د وطن ورځپاڼې « د تکنالوژۍ ستر شرکت په ترکیه کې د زیرکو ټيلیفونو په تولید پيل وکړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د صنایع او ټکنالوژۍ وزیر مصطفی ورانک وویل چې د ټکنالوژۍ ستر شرکت ټي سي ایل چې د ترکیې د ارچیلیک شرکت سره په ګډه همکارۍ پيل کړی دی د ترکیې د تیکیرداغ په ولایت کې د زیرکو ټیلیفونونو په تولید پيل وکړ. هغه دلته د نړۍ په سترو شرکتونو غږ وکړ چې راشۍ او په ترکیه کې په تولیداتو پیل وکړ. پدې برخه کې یواځې د ترکیې بازار په نظر کې مه نیسۍ ددې ترڅنګ د ترکیې نه نورو بازارونو ته لاس رسۍ او صادرات په نظر کې ونیسۍ.
د حریت ورځپاڼې « د انداخت ازمایښت يي په بریالیتوب سره سرته ورسید » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د دفاعي صنایع رئیس اسماعیل دیمیر وویل چې د پلو ځواکونو لخوا طرحه او ډیزاین شوي د زیټ ام ای په نامه زغروال محاربوي موټر د مدرنیزه پروژې په چوکاټ کې تولید شوی لومړنی نمونه وازمایل شو. همداشان ددې زغروال موټر د انداخت ازمایښت هم په بریالیتوب سره سره ورسید.
د صباح ورځپاڼې « انادولو ایفس د ایرو لیګ اتلولي وګټله » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکش ایرلاین ایرو لیګ په تاریخ کې د ترکیې د انادولو ایفس باسکتبال لوبډله چې دویم ځل لپاره پایلوبې ته لار موندلې وه په پایلوبه کې د اسپانیا تر ټولو پياوړې لوبډلې بارسلیونا ته د ماتې په ورکولو سره د اتلولي خپله کړه.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د انادولو ایفس لوبډلې ته ددې ستر بریالیتوب له امله مبارکي وویله او د لا زیاتو بریالیتوبونو هیله يي څرګنده کړه.