د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د صباح ورځپاڼې « د ولسمشر اردوغان لخوا د اروپايي ټولنې پیغام » سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د مې نهمه د اروپايي ټولنې د ورځې په مناسبت په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې اروپايي ټولنه په یو نړۍوال اکټور د بدلیدو پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ ستراتیژیک صبر او د یو هر اړخیز لید لوري نه شتون دی. ولسمشر اردوغان ویلي دي چې د ترکیې د مرستې او ملاتړ پرته په قوي او پیاوړې توګه د اروپايي ټولنې موجودیت او دوام ناممکنه دی. دا یوه ښکاره خبره ده.
د سټار ورځپاڼې « اروپايي ټولنه د یوې قوي او پیاوړې ترکیې سره لا قوي او پیاوړې کیږي» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال فاروق قیماقچي د مې نهمه د اروپايي ټولنې د ورځې په مناسبت په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې ترکیه او اروپا د ګډ ماضي خاوندان دي ، د همدې امله راتلوونکی هم باید په ګډه جوړ کړي.
هغه ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې اروپايي ټولنه د یو پياوړي او قوي ترکیې سره لا قوي او پياوړې کیږي. په نړۍ کې اغیزمنتیا لا پسې قوي کیږي.
د وطن ورځپاڼې « د انرژۍ وزیر: ځايي لیتیوم په بریالي توګه وازمایل شول » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې د مایع بور مادې نه تولید شوي ځايي لیتیوم په ترکیه کې بطریو تر ټولو د ستر شرکت عسکري پيل لخوا په بریالیتوب سره وازمایل شول. د ترکیې د انرژې او طبعي زیرمو وزیر فاتح دونمز وویل چې د ترکیې ځايي لیتیوم ازمایښت د سلو کامیابۍ لمبرو سره تیر شول. د ترکیې تکنالوژي به د ځايي لیتیوم سره لا پسې قوي او پياوړې شي.
د حریت ورځپاڼې « ترکش ایرلاین په اروپا کې په لومړي کتار کې ځای لري » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملکي هوايي شرکت ترکش ایرلاین د مې په ۶ مه په ورځ په اوسط ډول سره د ورځې په ۵۰۴ الوتنو او سفرونو سره په اروپا کې خپلې مشرۍ ته دوام ورکوي.
د اروپا د هوايي سیروسفر د تشکیلاتو ایرکنټرول د شمیرو له مخې ترکش ایرلاین په اروپا کې په لومړي کتار کې او فرانسې هوايي شرکت د ورځې د ۳۹۲ سفرونو سره په دویم کتار کې ځای نیولی دی.
د خبرترک ورځپاڼې « د جنوري او اپریل د میاشتو ترمنځه د موټرو تولیدات ۲۸ سلنه ډیر شوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې د روان میلادي کال په لومړنیو ۴ میاشتو کې د موټرو تولیدات د تیر کال همدې میاشتو په پرتله د ۲۸ سلنې په لوړیدو سره ۴۱۵ زره او ۱۸۷ ته لوړ شوي دي.