د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د وطن ورځپاڼې « د ترکیې وسله وال ځواکونه هغه سیمې ته چې ویل تګ ورته ناممکن دی عملیات ترسره کوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکېې د وسله والو ځواکونو لخوا د عراق په شمال کې د پ ک ک ترهګري سازمان پر خلاف د روانو پوځي عملیاتو په ترڅ کې هغه سیمو ته چې داخل شوي دي چې ترهګرو او د هغوې پلویانو به ویل چې دې سیمو ته تګ ناممکنه دی داخل شوي دي. ترکیې وسله والو ځواکونه د ترهګرو مهمو د زیندوره ټپې سیمې ته ننوتي دي. د ترهګرو هډې او د تجمع مرکزونه يي له منځه وړي دي. د ویلو ده چې د پ ک ک ترهګري سازمان به وخت نا وخته ددې سیمې نه د ترکیې په پوله ساتو ځواکونو بریدونه کول.
د حریت ورځپاڼې « په لیبیا کې د ترکیې موجودیت ډیر مهم دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار وویل چې ترکیه د لیبیا سره د سمندري صلاحیت د تړون په چوکاټ کې په ختیځه مدیترانه کې فعالیتونو ته دوام ورکوي. هغه وویل چې یونان ددې تړون د فسخه کولو په خاطر د خپل وس او توانه پورې هلې ځلې کوي چې بیهوده دي. هغه وویل چې د همدې امله په لیبیا کې د ترکیې موجودیت ځانګړی اهمیت لري. حتا د دواړو هیوادونو د ګډو ګټو د خوندي ساتلو له پلوه حیاتي ارزښت لري.
د ینې شفق ورخپاڼې « د ترکیې د صادراتو کورنۍ مخ په لویدو ده » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د صادراتو د پرمختیا په برخه کې د ځانګړي اهمیت نه برښمند د شرکتونو فعالیتونه مخ په ډیریدو دي. د اپریل په میاشت کې ۲۴۴۴ شرکتونو د لومړي ځل لپاره په صادراتو لاس پورې کړی دی.
سږ کال په لومړنیو ۴ میاشتو کې ۶۷۸۸ شرکتونو جمعآ د ۳۴۵ میلیوونو ډالرو په ارزښت صادرات کړي دي.
د سټار ورځپاڼې « اذربایجان د ترکیې په وسلو سمبال ډرون الوتکو سره هدفونه یو یو له منځه یوړل » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اذربایجان وسله والو ځواکونو د ترکیې ساخت بیرقدار په وسلو سمبال ډرون الوتکو سره پوځي تطبیقات ترسره کړل.
د اذربایجان د دفاع وزارت ددې تطبیقاتو د فلم خپور کړ. پدې فلم کې د ترکیې ساخت بیرقدار ډرون الوتکو په تثمیلي ډول ټاکل شوي هدفونه یو د بل پسې له منځه یوړ.
د صباح ورځپاڼې « د ترکیې هوايي شرکت د پراخې وبا ناروغۍ سره سره وده کړې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ملکي هوايي چلند شرکت ترکش ایرلاین نوي ډول کرونا ویروس پراخې وبا ناروغۍ سره سره ودې ته دوام ورکوي. د یاد شرکت د اجرائیوي شورا رئیس وویل پداسې حال کې چې د نړۍ ستر ستر هوايي شرکتونه د ضرر سره مخامخ دي ترکش ایرلاین ودې او پرمختیا ته دوام ورکوي.
هغه وویل چې د روان کال په لومړنیو ۳ میاشتو کې د لفتانزا هوايي شرکت یو میلیارد ایرو او سویس ایر هوايي شرکت ۳۵۰ میلیونه ډالره زیان کړی دی.