د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبرترک ورځپاڼې « د دفاع وزیر او قومندانانو د عراق د پولو نه لیدنه وکړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار د لوی درستیز ستر جنرال ګولر او پلو ځواکونو قومندان ستر جنرال دوندار په ملګرتیا تیره ورځ د عراق د پولو نه لیدنه وکړه. دفاع وزیر او قومندانانو د عراق په شمال کې د ترکیې د وسله والو ځواکونو د هډې نه لیدنه او تفتیش وکړ.
هغه وویل چې د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا د عراق په شمال کې د پنجه تندر او پنجه رعد په نامه پوځي عملیات په ډیر بریالیتوب سره دوام لري. د ترهګرۍ ددې سترې بلا او ناروغۍ د لمنځه وړو او ختمولو ته ژمن یو. پدې اړه قوي اراده او عزم لرو. انشاالله چې هر څه ژر به پدې سوله سوله ، امنیت او استقرار ټینګ کړو.
د حریت ورځپاڼې « ملي دفاع وزارت: د اټاک چورلکو سره له منځه يوړل شول » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزارت وویل چې عراق په شمال کې د روانو عملیاتو په ترڅ کې تیره ورځ تثبت شوي ترهګر د اټاک جنګي چورلکو لخوا له منځه یوړل شول.
د ینې شفق ورځپاڼې « د ترکیې جنګي بیړۍ ټي سي جي غازي انتپ ، د لیبیا په سواحلو کې ۱۲۳ تنه کډوال له مرګه وژغورل » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ټي سي جي غازي انتب جنګي بیړۍ د لیبیا په سواحلو کې د کډوالو چې د مرګ د ګواښسره مخامخ ول مرستې ته ودونګل.
نوموړې کښتۍ په سیمه کې ۱۲۳ تنه ناقانونه کډوال چې په سمندر کې د مرګ د ګواښ سره مخامخ ول وژغورل .
د صباح ورځپاڼې « اوکرایني ګرځندویانو د کرونا ویروس د ناروغۍ په موده کې د رخصتۍ لپاره ترکیې ته ترجیح ورکړې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د موغلا په ولایت کې د کرونا ویروس د تدابیرو په چوکاټ کې په خدماتو پيلیدونکو هوټلونو او ګرځندوی مرکزونو په فعالیت پيل وکړ. د ویلو ده چې پدې سیمه کې راغلي ډیری ګرځندوی د اوکراین وګړي دي.
موغلا ولایت ته راغلي د اوکرایني ګرځندویانو لومړۍ ډلې د موغلا ولایت په فتیحیه او مارماریس په ولسوالیو کې په هوټلونو کې په رخصتیو پيل کړی دی.
د سټار ورځپاڼې « ترکیې کاراته بازانو د سروزورو د ۳ مډالونو په ګډون ۹ مډاله ترلاسه کړل » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د کاراتې ملي لوبډلې د پرتګال په پلازمینه لیزبون کې په روانو د کاراتې په سیالیو کې ۳ د سروزرو او ۶ د سپینو زرو مډالونه ترلاسه کړل.