د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1626335
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

د صباح ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان د بهرنیو چارو وزیر چاووش اوغلو نه  د یونان بهرنیو چارو وزیر ته د ډیرو غوڅو او پر ځای ځواب ورکولو له امله مننه » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د هیواد په ملي شورا کې د خپل ګوند اونیزې غونډې ته په وینا کې تیره  اونۍ انقرې ته د راغلي‌ یونان د بهرنیو چارو وزیر سفر او په خبري‌ غونډه کې د ترکیې او یونان د بهرنیو چارو وزیرانو لفظي مشاجرې نه یادونه وکړه.

ولسمشر اردوغان په خپله وینا کې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو نه د یونان بهرنیو چارو وزیر ته د درس په څیر د ډیرو غوڅو او سمو ځوابونو د ورکولو له امله مننه وکړه.

د خبرترک ورځپاڼې « د سوداګرۍ وزیر محمد موش : زمونږ یواځنی هدف د هیواد د ۸۴ میلیونو وګړو د ژوند د رفاح د کچې لوړول دي » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې نوي‌ د سوداګرۍ وزیر محمد موش تیره ورځ‌ وویل چې زمونږ یواځنی هدف د ترکیې د صادراتو د کچې لوړول ، اقتصادي‌ وده ، د هیواد د رفاح د کچې لوړول دي. هغه وویل چې دې هدفونو ته د رسیدو په خاطر به د خپل وس او توانه پورې هڅه وکړي.

د حریت ورځپاڼې « د روان کال په لومړنۍ ربع کې د توت زمیني‌ صادرات ۳۳۳ سلنه لوړ شوي‌» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ۲۰۲۱ کال په لومړنیو ۳ میاشتو کې د ترکیې نه  د نړۍ ۲۹ هیوادونو ته د توت  زمیني‌ صادرات د ۳۳۳ سلنه په لوړیدو سره یو ریکارټ ټینګ کړ. د ویلو ده چې د توت زمینې صادرات په درې میاشتو کې د ۹۹۳ زرو امریکايي ډالرو نه ۴ میلیونه ۳۰۷ زره امریکايي ډالرو ته لوړ شوي‌ دي.

د سټار ورځپاڼې « انډیپنډینت : د اروپا تاج به استانبول پر سر کړي » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د انګلستان د انډیپنډینت ورځپاڼې د ګرځندوی د څانګې مسئول خبریال سیمون کالډر په خپور کړي‌ خبر کې د هوانوردۍ د چارو شننونکي‌ هیترو  لخوا هغه مقالې ته اشاره کړې ده چې د  هوانوردۍ په برخه کې به د اروپا تاج استانبول پر سر کړي. هغه ددې خبرې په ټینګار ویلي‌ دي‌ چې د کرونا ویروس پراخې وبا ناروغۍ تر ختمیدو به د استانبول ډیر ستر نړۍوال هوايي ډګر ټولو ته دا خبره په اثبات ورسوي‌ چې د اروپا تر ټولو ستر او پر کاره هوايي‌ ډګر دی. هغه لیکلي‌ دي‌ داسې ښکاري‌ چې پدې برخه کې د اروپا تاج استانبول پر سر کړي.

د ینې شفق ورځپاڼې « یوتیوب کیدس په ترکیه کې فعاله شو » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د یوتیوب شرکت چې د نړۍ په یو زیات شمیر هیوادونو کې د ماشومانو لپاره ځانګړی پروګرام فعاله کړی دی په ترکیه کې هم فعاله کړ. د یوتیوب کیدس یا یوتیوب ماشومان په نامه دا پروګرام به په کامله توګه د ماشومانو لپاره فیلتر شوي‌ نشرات او هر سن ته ځانګړي‌ پروګرامونه او مختلف فلمونه وړاندې کوي.



اړوند خبرونه