د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1607442
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د حریت ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان لخوا مهمه ډیپلوماسي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ایټالیا د لومړي وزیر ماریو دراګي سره د ټيلیفوني خبرو نه وروسته د جرمني د لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل سره د ویدیو کنفرانس له لارې لیدنه وکړه. ولسمشر اردوغان د ایټالیا د لومړي وزیر سره دوه اړخیزو اړیکو، تجاري حجم، کډوالو ستونزې او ویزې د معافیت د مسئلې ترڅنګ په سیمه ایزو او نړۍوالې مسئلو خبرې وکړې.

همداشان د مرکل سره يي په لیدنه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې ترکیه په ایژې او ختیځه مدیترانه کې د ستونزو او بحران رامنځته کولو نه بلکې د همکارۍ پلوي . ددې مثبتې فضا د تداوم په خاطر باید یونان لوری هم مذاکراتو ته وهڅول شي.

د صباح ورځپاڼې « اروپايي ټولنه د ترکیې سره تجاري اړیکو لا ژورولو ته چمتو ده » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د انګلستان د رویټرز خبري اژانس د روانې اونۍ په ترڅ کې ترسره کیدونکې د مشرانو د سرمشریزې نه مخکې د پریکړه لیک د خامې له قوله لیکلي دي چې د اروپايي ټولنې مشران به د ترکیې سره د ګمرکي یووالي پر تړون د بیا کتنې لپاره صلاحیت ورکړي. همداشان مشران به ترکیې سره چې د میلیونو تنو سوري کډوالو کوربه توب کوي د لا زیاتو مالي مرستو باندې ټینګار وکړي. ددې سربیره د ترکیې سره به په لوړه کچه د غونډو او تماسونو په مسئلې ټینګار وشي.

د ینې شفق ورځپاڼې « چاووش اوغلو: د پي کا کا څانګې د عراق او سوریې لپاره هم ستر تهدید جوړ کړی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو چې د ناټو سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د ګډون په موخه بروکسل ته سفر کړی دی پدې غونډه کې په خپله وینا کې وویل چې د پي کاکا ترهګري سازمان څانګې پي وای ډي او وای پي جي د عراق او سوریې لپاره هم ستر تهدید رامنځته کړی دی. هغه وویل چې ترکیه به د ټولو ترهګرو سازمانونو پر خلاف مبارزې ته په قوي عزم او ارادې سره دوام ورکړي.

همداشان هغه وویل چې ترکیه په افغانستان کې د سولې د بهیر په چوکاټ کې د یوې مهمې او په لوړ کچه د غونډې کوربه توب ته تیاری نیسي او چمتو دی.

د سټار ورځپاڼې « د چین لخوا ترکیې ته رسمي سفر » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د رسمي سفر په ترڅ کې ترکیې ته راځي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د چین د بهرنیو چارو وزیر به د مارچ د ۲۴ او ۲۶ مو نیټو ترمنځه به د رسمي سفر په ترڅ کې ترکیې ته راشي.

په بیان کې راغلي دي چې د میلمه بهرنیو چارو وزیر سره به په لیدونو کتنو کې د دوه اړخیزو اړیکو سربیره د سیمه ایزو او نړۍوالو تازه مسئلو په اړه خبرې وشي.

همداشان میلمه وزیر به د ولسمشر  اردوغان لخوا حضور ته ومنل شي.

د خبرترک ورځپاڼې « د ترکیې لخوا بنګلادیش ته د تسلیت او ملاتړ پيغام » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر په بنګلادیش کې د روهینګیايي مسلمانانو په کمپ کې د سترې اولګیدنې له امله چې ګن شمیر کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی د تسلیت او خواخوږۍ پیغام خپور کړ. ترکیې په خپور کړي پیغام کې د روهینګیايي مسلمانانو او کوربه هیواد بنګلادیش سره د مرستې او ملاتړ ژمنه کړې ده . په بیان کې راغلي دي چې ترکیې د روهینګیايي مسلمانانو سره تل مرسته کړې او د مرستو لړۍ به دوام وکړي.



اړوند خبرونه