د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1604600
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د وطن ورځپاڼې « د چناق قلعه د ستر بري ۱۰۶ مه کلیزه ولمانځل شوه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د چناق قلعه د ستر بري د ۱۰۶ مې کلیزې او د مارچ د ۱۸ مې د شهیدانو یادښت په مناسبت د چناق قلعه د ګالیبولو په نیمه ټاپو کې ځانګړي مراسم جوړ شوي وو.

پدې مراسمو کې د چناق قلعه د جګړې د شهیدانو نه په درنښت یادونه وشوه. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دې مراسمو ته په استولي ویدیويي پیغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې تاریخ  زمونږ د خاورې د اشغالوونکو د ماتې د عبرتناکو داستانونو نه ډک دی. تاریخ زمونږ د نیکونو د اتلولیو او میړانتیاوو د داستانونو نه ډک دی.

د صباح ورځپاڼې « د دفاع وزیر لخوا امریکا او یونان ته غوڅ پيغام » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار وویل چې امریکا متحده ایالتونه د پې کا کا ترهګري سازمان د  څانګو پي وای ډي او وای پي جي ترهګرو ډلو پر ځای باید د ترکیې سره همکاري وکړي. حقیقت هم همدا دی.

هغه وویل چې د یونان لخوا په ختیځه مدیترانه کې پارونکي اقدمات د منلو وړ ندي. ځکه چې دا ډول اقدامات د ستونزې د حل سره مرسته نکوي برعکس ستونزې لا پسې ژوروي.

ددې ډول اقداماتو سره څوک څه ترلاسه کولی نشي.

د سټار ورځپاڼې « د اروپايي ټولنې لخوا مثبت پيغام » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځه د ختیځې مدیترانې په اړه د روان کړکیچ د کچې د راټیټیدو نه وروسته رامنځته شوې مثبتې هوا د دوام او ستونزې د حل لپاره د مذاکراتو د دوام غوښتنه کوي.

د اروپايي تولنې یو تن چارواکي د اروپايي ټولنې لپاره د ترکیې پر اهمیت د ټینګار سره وویل چې د امریکا سره زمونږ د سلامشورو د مهمو مسئلو نه یوه د ترکیې مسئله ده. ترکیه د اروپايي ټولنې غړیتوب ته نوماند ، نږدې ګاونډی او د ناټو مهم غړی هیواد دی. د امریکا سره په مذاکراتو کې مونږ د ترکیې په مسئله کې  د روسیې او چین په څیر خبرې نه کوو. د ترکیې ځای جلا دی. ترکیه زمونږ لپاره ځانګړی اهمیت لري.

د حریت ورځپاڼې « تاتار : زمونږ هدف پر نړۍوالې ټولنې د شمالي قبرس ترک جمهوریت خپلواکي منل دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د شمالي قبرس ترک جمهوریت ولسمشر ایرسین تاتار وویل چې د قبرس مسئله یوه ملي مسئله ده او په عینې وخت کې د خپلواکۍ مسئله ده. زمونږ اصلي هدف او ټولې هلې ځلې د شمالي قبرس ترک جمهوریت خپلواکۍ پر نړۍوالې ټولنې منل دي. هغه وویل چې د په ټاپو کې د ترکي ځواکونو موجودیت دایمي دی.

د خبرترک ورځپاڼې « کاسپر تکنالوژۍ شرکت خپل لومړنی ځايي او ملي زیرک ټيلیفون VİA F20 بازار ته وړاندې کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، پداسې حال کې چې د تکنالوژۍ نړۍوالو شرکتونو په ترکیه کې د زیرکو ټيلیفونو د فابریکو په جوړولو پيل کړی دی د ترکیې ځايي او ملي د تکنالوژۍ شرکت کاسپر په ترکیه کې لومړی ځايي او ملي زیرک ټيلیفون VİAF20  بازار ته وړاندې کړ.

د کاسپر شرکت د زیرک ټیلیفونونو سربیره وروستي تکنالوزۍ کمپیوټرونه او تابلیتونه تولیدوي.

 



اړوند خبرونه