د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1599807
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د وطن ورځپاڼې « اردوغان : زمونږ ملي سرود ټولو مظلومانو لپاره الهام دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د هیواد د ملي شاعر محمد عاکف ایرسوی لخوا لیکل شوی د ترکیې ملي سرود په اصل کې د ټولو مظلومانو لپاره د الهام سرچینه ده.

ولسمشر اردوغان وویل چې د ترکیې ملي سرود د نړۍ په یو زیات شمیر هیوادونو کې د استعمار حاکمیتونه په لړزولو راوستل . دا چې د محمد عاکف ایرسوی په څیر د یو ملي شاعر او ملي سرود په څیر د خپلواکۍ او ازادۍ د بیان نامې خاوندان یو هر څومره چې د خدای شکر اداء کړو کمه ده.

د ینې شفق ورځپاڼې « اردوغان : ترکیې د پراخې وبا په دوره کې د روغتیايي خدماتو په برخه کې داستان ولیکه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ټولنیزې مډیا له لارې په ترکیه کې د کرونا ویروس پراخې وبا ناروغۍ په  تیر یو کال کې د روغتیايي خدماتو په برخه کې د اوچتو شوو ګامونو په اړه لنډ معلومات ورکړي دي. ترکیې د خپل پیاوړي روغتیايي اردو او په دومداره توګه د نوو روغتیايي پرسونل او نوو نوو روغتونونو په جوړولو سره مو پدې موده کې د روغتیايي خدماتو په برخه کې یو داستان ولیکه .

د صباح ورځپاڼې « د روغتیا وزیر : د کووید ۱۹ اغیزې به په ۲۰۲۱ کال کې ماتې کړو» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې د پسرلي د میاشتو پورې به انشاالله په ترکیه کې ۵۰ میلیونه هیوادوالو ته د واکسین په تطبیقولو سره انشاالله په هیواد کې د کرونا ویروس مقامت مات کړو. د ویروس د خپریدو د چټکتیا مخه به ونیسو.

هغه وویل چې د کرونا پر خلاف لومړنۍ جبهه ترکیه وي. د کرونا ویروس تطبیق په چټکه توګه روان دی . هغه وویل چې په ۲۰۲۱ کال کې به د کرونا ویروس مقامت مات کړو او انشاالله چې پدې کال کې به يي اغیزې ورماتې کړو.

د حریت ورځپاڼې « ترکیه د کرونا ویروس په برخه کې خپل تجارت د نړۍ سره شریکوي» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست په ترکیه کې په تیرو یو کال کې د کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې په لاره کې د اوچتو شوو کامونو او قوي مبارزې په اړه یو انټرنټ پاڼه جوړه کې او ددې لارې به يي د نړۍ سره شریک کړي.

پدې پاڼه کې به په ترکي او انګلیسي ژبو باندې نړۍوالو سره د ترکیې تجارت وویشل شي.

د سټار ورځپاڼې « د ترکیې پرته د ختیځې مدیترانې د ستونزې حل نا ممکن دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې د ایټالیا لوی سفیر ماسیومو ګیانی وویل چې په ختیځه مدیترانه کې د انرژۍ ډیرې مهمې زیرمې شتون لري. همداشان ترکیه پدې سیمه کې تر ټولو د پراخه سمندري پوله او ساحل لري. د همدې امله ترکیه ددې سیمې یوه مهمه پارچه ده.

هغه وویل چې د ترکیې پرته د ختیځې مدیترانې د ستونزې حل ناممکنه دی.



اړوند خبرونه