د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1581413
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د حریت ورځپاڼې « د ولسمشر اردوغان لخوا یونان لومړي وزیر د سپیړې په څیر ځواب» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون په ملي شورا کې د خپل ګوند اونیزې غونډې ته په وینا کې د یونان د لومړي وزیر میچوتاکیس د وروستیو څرګندونو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود. ولسمشر اردوغان د یونان په لومړي په غبرګون کې وویل چې د سولې او ستونزو د حل پر خلاف تل خنډونه رامنځته کوي. هغه د یونان پر لومړي وزیر غږ وکړ چې خپل حد او ځای وپیژنه. هغه په چا چې تاسې ملا تړلې وه هغه تاسې یواځې پریښودۍ. د نورو په لافو فریب مخورۍ ځکه چې تاسې ته يي ګټه نه رسیږي. همداشان ترکیه پخپله د خپلو ستونزو د حل توان او قوت لري. د دې په خاطر دا لیوني ترکان ښه وپیژنۍ.

د وطن ورځپاڼې « د ولسمشر مرستیال : شمالي قبرس به هیڅوخت یواځې پرینږدو او هیڅوک دا تمه هم نه کوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای چې تیره ورځ د کاري سفر په ترڅ کې شمالي قبرس ترک جمهوریت ته سفر کړی وو په خپلو څرګندونو کې وویل " مونږ د قبرس په مسئله کې د حل پلوي کوو. د بې عدالتۍ پر خلاف مبارزه کوو. همداشان د قبرس ترک پلو هم د عادلې او تل پاتې حل لارې پلوي کوي ."

د صباح ورځپاڼې « د ټکنالوژۍ د وزیر لخوا د فضايي پروګرام په اړه څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د صنایع او ټکنالوژۍ وزیر مصطفی ورانک د ترکیې د ملي فضايي پرورګرام په اړه مهمې څرګندونې وکړې. تر ټولو ډیر سپوزمۍ ته د ختو هدف مونږ ته هیجان او خوښي راکوي. زمونږ لومړنی ماموریت د سپوږمۍ سره تماس نیول دي.

دویم ماموریت او هدف مو سپوږمۍ ته ختل او سپوږمۍ کې ښکته کیدل دي.

د سټار ورځپاڼې « د روسیې لخوا د ترکیې په اړه څرګندونې : همکاریو ته چمتو یو د وړاندیز په تمه یو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د روسیې فضايي چارو آژانس روس کوسموس ویلي دي چې د ترکیې او روسیې ترمنخه د فضايي چارو په برخه کې ګډې همکارۍ لپاره چارې دوام لري. روسیه پدې برخه کې د ترکیې نه د غوڅ وړاندیز په تمه دی.

د خبرترک ورځپاڼې « د ترکش ایرلاین کارګو سکتور په ۲۰۲۰ کال کې د نړۍ تر ټولو د مهمو پنځو شرکتونو په منځ کې ځای ونیو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملکي هوايي چلند شرکت د اجراییوي کمیټې رئیس ایلکر ایجي وویل چې ترکش کارګو د نوي ډول کرونا ویروس پدې موده کې ډیر ستر بری لاسه کړی دی. ۵۰ مساپر وړونکې الوتکې مو د کارګو په الوتکو بدلې کړي دي. پدې ډول زمونږ د کارګو ظرفیت ډیر لوړ شوی دی.

د ترکش کارګو د نړۍ  د پنځو سترو شرکتونو نه په یو بل شوی دی.



اړوند خبرونه