د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1566354
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د حریت ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان : د اقتصادي پرمختیا په خاطر لازمو اصلاحاتو ته دوام ورکوو » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان رجب طیب اردوغان تیره ورځ په خپله وینا کې د پوهنې نه تر روغتیا، ټرانسپورت نه تر انرژۍ، تولیداتو نه تر سوداګرۍ پورې په هره برخه کې د لازمو اصلاحاتو په خاطر د ګامونو اوچتولو ته دوام ورکوو. هغه وویل چې د اقتصادي پرمختیا په خاطر به لازمو اصلاحاتو ته دوام ورکړو. د اصلاحاتو پر بڼسټ ولاړو سیاستونو پلي کولو ته به  دوام ورکړو. د هیواد پوتانشیل ،  پانګوالۍ، تولید، پرمختیا، استخدام او صادراتو ته په تمرکز سره به مهم ګامونه اوچت کړو.

د خبرترک ورځپاڼې « چاوش اوغلو د ماس سره لیدنه وکړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو تیره ورځ د رسمي سفر په ترڅ کې ترکیې ته راغلي د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس سره لیدنه وکړه. وروسته دواړو وزیرانو په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ. دواړو وزیرانو ددې خبرې په ټینګار وویل چې ترکیه او اروپايي ټولنه په اړیکو کې باید راتلوونکې ته وګوري او د متقابل مثبت ګامونه اوچت کړي.

د ینې شفق ورځپاڼې « وزیر اکار : د پ ک ک پر خلاف د مبارزې په خاطر  د عراق سره هر ډول مرستو ته چمتو یو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار تیره ورځ د رسمي سفر په ترڅ کې د عراق پلازمینې بغداد ته وکړ.

هغه په بغداد کې د خپلو لیدونو کتنو په ترڅ کې وویل چې د پ ک ک ترهګري سازمان پر خلاف په مبارزه کې همکاري او هماهنګي ډیر ځانګړی اهمیت لري. ترکیې په توګه د پ ک ک سره په مبارزه کې د عراق سره هر ډول مرستې ته چمتو یو. زمونږ یواځنۍ موخه د خپلو خلکو او پولو نه دفاع او د هیواد د پولو په منځ کې د سولې او ثبات فضا حاکمول دي. د خپل حق او ګټو نه دفاع کول دي.

د سټار ورځپاڼې « د ترک علي یو د انرژۍ د پلټنې په سیمه کې چارې پایته ورسیدې » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د سکاریا د ګازو په ساحه کې د ګازو د کشف نه وروسته په دوو نورو کوهایانو کې د پلټنې چارې پایته ورسیدې. همداشان د ترک علي یو په کوهي کې د پلټنې چارې ۷۷ ورځې وروسته په بریالیتوب سره پاېته ورسیدې.

د فاتح د انرژۍ د پلټنې کښتۍ د ترک علي یو د ګازو په سیمه کې د ۳۹۲۰ مترو په ژوروالي سره د برمه کارۍ او پلټنې چارې په بریالیتوب سره سرته ورسیدې.

د صباح ورځپاڼې « انګلیس ګرځندویانو په ۲۰۲۰ کال کې تر ټولو زیات  مغلا ولایت ترجیح ورکړې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې د ګرځندوی د مهمو مرکزونو نه د موغلا ولایت د کرونا ویروس د پراخې وبا ناروغۍ پر مهال د ډاډمند او سالم توریزم خدماتو د وړاندې کولو سره یو ځل بیا د انګلیس ګرځندویانو  تر ټولو لومړۍ ترجیح باندې بدل شوی وو.

د ویلو ده چې تیر کال د موغلا ولایت نه ۶۹۵ زره او ۳۱۴ تنه ګرځندویانو لیدنه کړې ده چې ددې ګرځندویانو نه یواځې ۳۰۹ زره ۷۱۷ تنه د انګلستان نه راغلي ګرخندویان دي.

په دویم کتار کې روسیه، په دریم کتار کې اوکراین ، په څلورم کتار کې رومانیا او په پنځم کتار کې جرمني ځای نیولی دی.



اړوند خبرونه