د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1562817
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د صباح ورځپانې « د ولسمشر اردوغان لخوا په انقره کې د اروپايي هیوادونو سفیرانو ته مهمې څرګندونې » د سر لیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ په ترکیه کې د اروپايي ټولنې د غړیو هیوادونو سفیرانو سره په غونډه کې ډیرې مهمې څرګندونې وکړې. ولسمشر اردوغان دلته یونان ته  په سیمه کې د تاوتریخوالي د رامنځته کوونکو اقداماتو نه  د لاس په سر کیدو بلنه ورکړه. همداشان هغه وویل چې ختیځې مدیترانې سیمه باید د رقابت نه وباسو او ګډو ګټو ته خدمت کوونکو همکارۍ حوزې باندې بدله کړو.

د خبرترک ورځپاڼې « د بهرنیو چارو وزیر لخوا د اروپايي ټولنې په اړه څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو پرون په انقره کې د اروپايي ټولنې د غړیو هیوادونو د سفیرانو سره په لیدنه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې ترکیه اصلاحاتو ته ژمن دی. اروپايي ټولنه باید پدې مسئله کې زمونږ سره همکاري وکړي. ځکه چې ترکیه خپل راتلوونکی په اروپا کې ګوري. مونږ غواړو چې خپل راتلوونکی د اروپا سره په ګډه جوړ کړو.

د وطن ورځپاڼې « د ملي هیليکوپټر ماشین په بریالیتوب سره وازمایل شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ځايي او ملي هیلیکوپټر ګوک بای لپاره جوړ شوي لومړني سمپل ماشین ټي اس ۳ نه وروسته دویم سمپل ټي اس ۴ جوړ او په بریالیتوب سره وازمایل شو.

د سټار ورځپاڼې « د ترکیې میوې او سبو ډیپو ختیځې مدیترانې د نارنجیه په صادراتو کې ریکارډ ټینګ کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د نارنجیه صادراتو ۷۱ سلنه د مرسین، هتای او ادانا ولایتونو ترسره کوي. دې ولایتونو تیر کال د ۶۶۱ میلیونو او ۷۸۷ زرو ډالرو صادرات کړي دي.

د حریت ورځپاڼې « د حاکان چالخان اوغلو نه وروسته یوسف یازي جي اروپا ته ټرانسفر شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې فوټبالران په اروپا کې ځلیدو ته دوام ورکوي. د ترکیې نامتو فوټبالر حاکان چالخان اوغلو د تیر کال د دسمبر په میاشت کې په ایټالیا کې د میاشتې د فوټبالر جایزه ترلاسه کړه.

همداشان داځل یوسف یازي جي اوغلو په فرانسه کې ورته جایزې ته نوماند دی. د فرانسې د ملي مسلکي فوټبالرانو ټولنې د یوسف یازي جي د دسمبر د میاشتې تر ټولو د غوره فوټبالر د جایزې لپاره نوماند کړی دی.



اړوند خبرونه