د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبرترک ورځپاڼې « د واکسین د پيلولو نیټه معلومه شوه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب په ترکیه کې د کرونا ویروس پر خلاف د روانې مبارزې په اړه وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس له امله د ځاني تلفاتو او مثبتو پيښو شمیره راټیټه شوې او د راټیټیدو پر لورې روانه ده.
ولسمشر اردوغان د کرونا ویروس پر خلاف په مبارزه کې د فردي نظافت او تدابیرو پر اهمیت یو ځل بیا د ټینګار سره وویل چې ترکیې د چین نه ۳ میلیونه دوزه د کرونا ویروس واکسین ترلاسه کړی دی او په اړه يي لومړني تحقیقات دوام لري. د تحقیقاتو د پایته رسیدو سره سم به د واکسین پر تطبیق پيل وشي.
هغه وویل چې د روانې اونۍ په پای کې د پنجشنبې یا جمعې په ورځ به په ترکیه کې د کرونا ویروس پر تطبیق پيل وشي.
همداشان ولسمشر اردوغان په هیواد کې د کرونا ویروس له امله د لګول شوو محدودیتونو په اړه وویل په هیواد کې د کرونا ویروس د اغیزې د کمیدو سره سم به محدودیتونه هم کم کړو.
د ینې شفق ورځپاڼې « د یونان سره د مذاکراتو نیټه معلومه شوه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د یونان سره به د اکتشافي مذکراتو ۶۱م پړاو د جنوري په ۲۵ نیټه پيل شي.د ویلو ده چې د ترکیې او یونان ترمنځه د ايژې په سیمه کې موجودو ستونزو ته د عادلې، دوام دارې او هر اړخیزې حل لارې د موندولو په خاطر د ۲۰۰۲ کال د مارچ په ۱۲ مه نيټه اکشتافي مذاکرات پیل شوي دي. د مذاکراتو وروستی پړاو چې د پلان په مطابق د ۲۰۱۶ کال د مارچ په لومړۍ نیټې جوړیده د یونان د حکومت په غوښتنې وځنډول شو.
د سټار ورځپاڼې « د روسیې اذربایجان او ارمنستان ترمنځه ګډه اعلامیه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د روسیې، اذربایجان او ارمنستان مشرانو د قره باغ سیمه د اقتصادي پلوه د بیا رغونې او بڼسټیزو پروژو په اړه ګډه غونډه وکړه.
درې واړو هیوادونو لخوا په لاسلیک شوي اعلامیه کې د مځکې او اوسپنیزو پټلیو له لارې د یو بل سره نخلولو مسئلې باندې ټینګار شوی او لومړیتوب ورکړ شوی دی.
په اعلامیه کې راغلي دي چې د قره باغ د اقتصادي پياوړتیا په خاطر د شوي تفاهم له مخې به اذربایجان د نهچیوان خودمختاره جمهوریت او ددې لارې نه ترکیې بازارونو ته لاس رسی پيدا کړي. همداشان روسیه او ترکیه به هم د اوسپنیزې پټلۍ له لارې ونخلول شي.
د حریت ورځپانې « د بهرنیانو لپاره تر ټولو په زړه پورې ښار استانبول » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د نیویتا په نامه د درجه بندیزو شرکت په ملي او نړۍواله کچه د پانګه اچونو د جاذبې د مرکزونو او ښارونو په اړه نظر پوښتنه کړې ده . د نوموړې نظر پوښتنې له مخې په اروپا کې د بهرنیو پانګه والو د جاذبې تر ټولو ستر ښار د استانبول ښار دی.
ویل کیږي بهرنیو وګړو په ۲۰۱۹ کال کې په ترکیه کې ۲۰۸۵۷ غیرې منقول اموال پیرودلي دي چې په ۲۰۲۰ کال د کرونا ویروس د خطر سره سره دا رقم ۱۶۸۶۷ ته رسیدلی دی.
د صباح ورځپاڼې « د سوداګرۍ نړۍ د ترکیې د اقتصاد د راتلوونکي په اړه امیدواره دي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې نامتو سوداګر حاجي سبانجي وویل چې ترکیې د کووید ۱۹ بحران په ډیره ښه توګه مدیترت کړی دی . نورو هیوادونو ته په کتو سره ترکیه په یو ډیر ښه وضعیت کې قرار لري.
ترکیه هم د روغتیايي بڼسټونو او هم د پياوړي روغتیایي پرسونل له امله یو ډیر غښتلی هیواد دی.
د نورو هیوادونو په پرتله په ډیر ښه وضعیت کې قرار لرو.
د کرونا واکسین به هم هر څه ژر پيل شي. مونږ د اقتصادي پلوه د قوي پوتانشیل خاوند هیواد یو.