د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1550946
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبرترک ورځپاڼې « د ولسمشر اردوغان لخوا امریکا او اروپايي ټولنې ته پيغام » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې په ۲۰۲۱ کال کې به د امریکا او اروپايي ټولنې سره په اړیکو کې نوې پاڼه پرانیزو. ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه د اروپايي ټولنې نه ترکیه د ځان نه د لرې کولو د ستراتیژۍ نه د لاس اخیستو غږ وکړ. ولسمشر اردوغان وویل چې پوره باور لري چې د امریکا نوی ولسمشر جو بایدن به د ترکیې او امریکا اړیکو ته لا زیاته پاملرونه وکړي. هغه وویل چې راتلوونکې دوره به د ترکیې د بهرني سیاست د لا قوي کیدو  او پیاوړي کیدو دوره وي.

د سټار ورځپاڼې « اوروچ رئیس د ختیځې مدیترانې په اوبو کې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د انرژۍ د پلټنې او سروې کښتۍ اوروچ رئیس  په ختیځه مدیترانه کې د پلټنو د پيلولو په خاطر د انتالیا د بندر حرکت وکړ.

په خبر کې راغلي دي چې دا کښتۍ د نوامبر په ۳۰ مه نيټه د سرویس ، اکمال او تیلو د اخیستو په خاطر انتالیا ته بندر ته راستنه شوې وه. اوروچ رئیس به په مدیترانه کې د ۲۰۲۱ کال د جون تر ۱۵ مې نیټې دنده ترسره کړي. همداشان ترکیې په سیمه کې نوې سمندري خبرداری هم خپور کړی دی.

د ینې شفق ورځپاڼې « د ترکیې تر ټولو سترې جنګي بیړۍ د جوړولو چارې وروستۍ مرحلې ته رارسیدلي دي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې تر ټولو ستره جنګي کښتۍ ټي سي جي انادولو به راتلوونکې کال کې اوبو ته ښکته کړې شي. ددې کښتۍ اوږد والی ۲۳۲ او بر یا لنډوالی ۳۲ متره دی. دا کښتۍ په یو وخت کې د جنګي الوتکو، چورلکو او بې پيلوټه الوتکو په څیر د ۳۰ الوتکو د انتقال ظرفیت لری. همداشان دا کښتۍ زرو تنو ته د روغتیايي خدماتو ورکوونکي او د اړتیا او عملیاتو پر مهال د روغتون کښتۍ په څیر د دندې د اجراء کولو په ظرفیت جوړه شوې ده .

د صباح ورځپاڼې « ځايي لیتیوم بطري جوړیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په نړۍ کې د هرې ورځې په تیریدو سره برښنايي موټرو د مروج کیدو ترڅنګ د لیتیوم طلب کچه هم لوړه شوې ده . د ټیلیفونونو، ایپدونو او کمپیوټرونو په بطرۍ کې کاریدونکې لیتیوم د برښنايي موټرو په بطرۍ کې هم کارول کیږي. په ترکیه کې د لیتیوم او اړوند موادو د تولید فابریکه به د راتلونکې خالي په ورځ د ولسمشر اردوغان لخوا پرانیستل شي.

وطن ورځپاڼې « د اروپايي ټولنې لخوا د ترکیې سره د کډوالو په خاطر د ۴۸۵ میلیونو ایرو مرسته » د سرلیک لاندې لیکلي دي، اروپايي ټولنې کمیسیون د ۲۰۲۱ کال لپاره په ترکیه کې د کډوالو نه د ملاتړ په موخه د ترکیې سره ۴۸۵ میلیونو ایرو د مرستې کولو لپاره چمتوالی نیولی دی. دا مرستې به د کډوالو د اړتیاو د پوره کولو او څه باندې ۷۰۰ زرو تنو کډوالو ماشومانو په تعلیم په مصرف ورسیږي.



اړوند خبرونه