د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د حریت ورځپاڼې « د ولسمشر اردوغان لخوا د امریکا پر خلاف ډیر سخت غبرګون » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ په خپلو څرګندونو کې د امریکا لخوا پر ترکیې د بندیزونو د لګولو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.ولسمشر اردوغان وویل چې امریکا د ۲۰۱۷ کال راهیسې د کاتسا د دښمنو هیوادونو پر وړاندې د تحریمونو سره مبارزه د قانون په چوکاټ کې په هیڅکوم هیواد تحریمونه لګولي ندي خو د لومړي ځل لپاره يي د ناټو سازمان په یو پياوړي غړي خپل متحد هیواد ترکیې ولګول. زه پوښتنه کوله چې ایا دا څه ډول متحدوالی او اتحاد دی؟
د خبر ترک ورځپاڼې « مولود چاوش اوغلو : د عراق سره به د پ ک ک ترهګري سازمان د تصفیه کولو په برخه کې پوره مرسته وکړو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو پرون د عراق د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین سره د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ. هغه پدې خبرې غونډه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې د پ ک ک ترهګری سازمان د هر چا نه مخکې د کوردانو ستر دښمن دی. هغه وویل چې د عراق د حکومت سره پدې هیواد کې د پ ک ک د ترهګري سازمان د تصفېې په برخه کې هر ډول مرستې او ملاتړ ته چمتو یو. د عراق سره به پدې برخه کې هر اړخیزه مرسته وکړي.
د صباح ورځپاڼې « د یوتیوب لخوا د ترکیې په اړه پریکړه » د سر لیک لاندې لیکلي دي، د یوتیوب شرکت په ترکیه کې د یو ځايي استازي د ټاکولو پریکړه کړې ده . د یوتیوب شرکت لخوا پدې اړه په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې ، یوتیوب د شفافیت، وینا ازادۍ او معلوماتو ته د لاس رسي په برخه کې د خپلو سیاستونو قوي ملاتړ کوي . همداشان په ټولو هغو هیوادونو کې چې فعالیت کوي د ځايي قوانینو مراعات کولو په برخه کې تل ډیر زیات حساسیت ښودلی دی.
د وطن ورځپاڼې « د ترکیې لخوا ډیر مهم ګام » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د پوځي الکترونیک صنایع شرکت اسلسن او راکټونو صنایع شرکت راکټسن لخوا جوړ شوی لومړنی ځايي او ملي هوايي دفاعي سیستم هیسار ای جمع د هیواد وسله والو ځواکونو ته د سپارولو نه مخکې وروستی ازمایښت په ډیر بریالیتوب سره سرته ورسو. د ترکیې د دفاعي صنایعو ریاست لخوا په خپره شوې ویدیو کې د هیسار دفاعي هوايي سیستم وروستي ازمایښت ته ځای ورکړ شوی دی. د ترکیې د علم او تکنالوژۍ د ادارې او ساګي شرکت لخوا جوړ شوي توغندي نه په استفادې سره د لوړ سرعت لرونکي الوتکه په ډیر لرې واټن کې په بریالیتوب سره له منځه یوړه.
د سټار ورځپاڼې « د کووید ۱۹ د واکسین کشفوونکي پروفیسور ډاکټر شاهین او د هغه میرمن اوزلم توره جي د کال د شخصیت جایزې لایق وګڼل شول » سرلیک لاندې لیکلي دي ، د فاننشیل ټایمز ورځپاڼې د کووید ۱۹ واکسین کشفوونکي پروفیسور ډاکټر شاهین او د هغه میرمن اوزلم توره جي د کابل د شخصیت په توګه انتخاب کړل. په انګلستان کې چاپیدونکي فاننیشل ورځپاڼې ویلي دي چې د یو کال نه په لنډه موده کې د کرونا ویروس نړۍوال وبا ناروغۍ لپاره د واکسین د کشفولو سره د نړۍ په کچه ډیر ستر علمي او تجاري بریالیتوب ترلاسه کړی دی.