د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1529185
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د سټار ورځپاڼې « د چاوش اوغلو لخوا د قره باغ په اړه ټیلیفوني خبرې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر جیهون بایرموف سره ټيلیفوني خبرې وکړې. د ډیپلوماتیکو سرچینو د معلوماتو له مخې دواړو وزیرانو پدې ټیلیفوني خبرو کې د قره باغ په مسئلې خبرې وکړې.

د وطن ورځپاڼې « د سوداګرۍ وزیره : د مختلفو بازارونو لپاره مبارزې ته دوام ورکوو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د سوداګرۍ وزیرې رخسار پیک جان پرون تیره ورځ د اندونیزیا د مجازي تجارت په پروګرام کې د ویدیو کنفرانس له لارې ګډون وکړ. هغه دې کنفرانس ته په خپله وینا کې وویل چې زمونږ توکي تل او په هر ډول شرایطو کې د نړۍ په ټولو بازارونو کې د موجودیت وړ دي . ترکیه په خپلو تولیداتو، توکو، د صادراتو په پوتانشیل او رقابت په طاقت پوره باور لري.

د حریت ورځپاڼې « د ترکیې لخوا ورته د موټر د صادراتو کچه لوړه شوې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې د روان میلادي کال د جنوري او اکتوبر د میاشتو ترمنځه پدې موده کې نړۍ ته د ۷ میلیارده ۴۸۲ میلیونو او ۶۲۶ زره ډالرو په ارزښت کوچني موټرې صادر کړي دي. همداشان د هغه هیوادونو شمیره چې ترکیه ورته موټرې صادروي د پام وړ لوړه شوې ده.

د صباح ورځپاڼې « فاتح او قانوني د انرژۍ د پلټنو کښتۍ په تورې بحیره کې به ډیر مهم ګامونه اوچت کړي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د فاتح په نامه د انرژۍ د پلټون کښتۍ په توره بحیره کې د ترک علي ۱ د ګازو په کوهۍ کې د پلټنو چارو د پایته رسولو نه وروسته به د قانوني کښتۍ پدې کوهۍ کې د پلټنو او برمه کارۍ په چارو پيل وکړي. قانوني کښتۍ به پدې ډول په توره بحیره کې خپله لومړنۍ دنده پيل کړي.

د خبرترک ورځپاڼې « د ګلادیاتورانو ښار د ګرځندویانو مرکز » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د موغلا ولایت د یاتاغان په ولسوالۍ کې  د ګلادیاتورانو د ښار په توګه مشهور د ستراتونکیا لرغوني ښار نه هره ورځ په سلګونو ګرځندویان لیدنه کوي.

د کرونا ویروس د محدودیتونو د  لمنځه وړو نه وروسته په موده کې ددې ښار نه په ځانګړې توګه د انګلستان، روسیې، پولنډ او جرمني نه څه باندې ۴۰ زرو تنو ګرځندویانو ددې ښار نه لیدنه کړې ده .



اړوند خبرونه